«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

نرخ ولسوالۍ

دنرخ ولسی مشران دولس دکور( ولسوالۍ) په بياجوړښت ټينګار کوی 
ليکونکی ؛ شرف الدين ستانکزی 
نرخ دميدان وردګ ولايت اړوند کابل سره په څيرمه دهغې ولسوالۍ نوم دی چه دلومړی ځل لپاره دهيواد په کچه ط البانو تر ولکه لاندې په راوستلو دکابل دتسخير  ور، په پرانست. 
خو که له يوه پلوه پيښه دط البانو دبريا سبب شوه له بل پلوه دنرخ ولسوالۍ خلکو ته نه جبرانيدونکی ګذار شو 
ځکه تر پيښې څو شيبې وروسته دولسوالۍ مفشنه ودانۍ په بمونو والوزول شوه عاملين يې ناڅرګنده وو 
حکومت يې دتخريب پړه په ط البانو، خو ط الب وياند ذبيح الله مجاهد، رسنيو ته وويل چه دنرخ او جلريز ولسواليو ودانۍ د وخت دولت بمبار کړي دی  
تر نرخ وروسته بيا دجلريز او اناردرې ولسواليو دړنګيدو انځورونه هم رسنيز شوه. 
په هرصورت اوس ديادې ولسوالۍ ګڼه ولسی خلک موجوده حکومت څخه دبيارغونې لړ کې دولسوالۍ ودانۍ جوړښت ته دلومړيتوب مشوره ورکوی 
استدلال کوی چه دولسوالۍ ودانۍ د ولس د کور اهميت لری او دودانۍ نه شتون دا معنی لری چه ګواکې اولس بې سرپنا ده
دا خبرې چه سرچينه يې دنوم له ښودلو ډډه کوی وايي:نن د دسمبر په ۹ دميدان وردګو والی. حاجی امين خان کوچی، مرستيال والی مولوی شيرمحمد حقانی  سره په کتنه کې داسمعيل خيلو ولسی مشرانو وکړې 
ولسی مشران چه متن سره مل انځور کې يې ځينی ښکاری حکومتی مقاماتو ته دوچکالۍ له ناورين، دخلکو له بې وزلۍ دځوانانو له وزګارتيا دپاملرنې په نيت يادښت وکړ 
مګر دټولو تاکيد دولسوالۍ دودانۍ په بيا جوړښت وو. 
دخبر په اساس چه اړونده مسولينو دولسی مشرانو عرض ته هرکلی ووايه د مشکلاتو دحل په موخه يې ډاډ ورکړ 
نرخ دکابل جنوب لوديځ ۲۵ کلومترۍ کې دسيمې نوم ده چه وګړی يې دمالدارۍ او کرهنې له کبله زحمت کش او په ځان بسيا دی او په بڼوالۍ کې دهيواد داقتصاد دملاتير په نوم ياديږی

+ لیکل شوی په  پنجشنبه هجدهم آذر ۱۴۰۰ساعت 19:59  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |