«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ملګری ملتونه او ط استازی

ملګرو ملتونو کې دنوی حکومت استازی نه منل څه پايلې راوړی  شي؟ 
ليکونکي: شزف الدين ستانکزي 
رسنيو داسې خبر ورکړ چه ګواکې تيره ورځ ملګرو ملتونو له رايه ګيرۍ پرته دغه سازمان کې دنوي حکومت استازی دمنلووړانديز له بحثه وغورځاوه. کومه پريکړه چه دط البانو سخت غبرګون او دامرالله صالح په مشرۍ دمقاومت د ډلګۍ خوښی  راپارولې ده. 
شنونکي وايي دپريکړې مانايې داکيدلي شی چه ياد سازمان لاهم دپخوانی حکومت استازی غلام محمد ته رسميت ورکړه باندې قايل دي. 
افغان نوی حکومت دوحه کې پخوانی وياند شاهين ياد پوست ته نومولی دی. 
خو ملګرو ملتونو شاهين، ته دڅوکۍ دسپارلو قضيه ۱۱ مياشتې نوره هم وځنډوله دليل يې افغانستان کې دښځو، لګکيو او عام افغانانو حکومت کې حقوق نه رسيدل نجونو ته دښونځيو نه شتون او نورې بشری نيمګړتياوې بللی کوم څه چه ط الب وياندويان يې دغرب پروپاګند ګڼی. 
خو په ټوليزه توګه ملګروملتونو کې دڅوکۍ نه ورکړه دحکومت لپاره سم خبر نه دی دا جوتوی چه نړیوال لاهم افغانستان ددغې ټولنې غړی نه ګڼی داچه افغانستان د لوږې جدی ګواښ دځوانانو بيکارۍ او وطن د ډله ايزه فرار ستونځې سره مخ دی داحتمالی بشری ناورين مسوليت نه يې ځان باسي تاريخي پړه يې د موجوده واکمنو په غاړه اچوی 
نو دنظر خاوندان دداسې تاريخی بدنامۍ او بشري ناورين دمخنيوی په غرض افغان واکمنو ته ملګرو ملتونو سره دمشروع تعامل توصيه کوی مشوره يې داده چه حکومت په احساساتو نه په تعقل کيږی بده نه ده چه دښځو تعليم، لږکيو او دټولنې محروم وګړو او مسلکی خلکوته حکومت کې د ځاي په ورګړه نړيوال قانع کړی. 
ط البانو داوګست په ۱۵ د اشرف غنی په تيښته کابل قيضه کړ که څه هم دداعش په خال خال بريدونو سربيره امنيت يې دهيواد په کچه ډاډمن کړی دی، خو لاهم هيڅ هيواد يې حکومت په رسميت نه ده پيژندلی. چه دا په نړۍ د امريکا دتسلت يو څرګند ثبوت او ځواک ښکارندويي کوی 
البته داسې هم نه دی جه ط البان په نړۍ کې هيڅ ملاتړی نلری! خو دمره دامريکا تر اغيز لاندی دی چه دوستان يې هم په ښکاره پلوی. نشی کړی دبيلګې په توګه پاکستان قطر...ياد داچه ټوله نړۍ هم دامريکا دوستان نه دی مګر داسې چه همدا اوس په علنی جګړه کې ورسره ښکيل دی له کريا، ايران ... روسيه خو دوی هم د ط البانو په حق کې دامريکا دريځ څخه سرنشی غړولی.   
دا وهم،  هم بې ځايه نه ده چه د ۱۱ مياشتو په اوږدو کې دط البانو دسخت دريځ په غځيدوکې به دحکومت دمخالفينو ډلو بيا انسجام سره به نړيوال ملاتړ په خپلولو هيواد بلې نوې جګړې ډګر وګرځی چه کابو کول به يې ط تلب حکومت ته ناشونی او زيان به يې عوام متقبل شی.

+ لیکل شوی په  سه شنبه شانزدهم آذر ۱۴۰۰ساعت 21:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |