«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دبلار او زوی نظر مې يو ثابت شو

درزق لپاره دمره خواری پکار ده چه ځواب يې وويلی شي 
دشرف الدين ستانکزی ليکنه او دژوند تجربه 
نن مې له کمۍ زويه هغه خبره تکرار واوريده چه ۱۵ کاله دمخه مې پلار راته کړې وه. 
پلار مې دخدايﷻ وبښی يووخت مې هرات ته بللی وو له څو ورځو وروسته يې کابل  ته ( کورته) دستنيدو راته وويل 
په پاته کيدو مې تاکيد وکړ ...مګر د رد ځواب يې راکړ! په شکايت يې ويويل: خوب نه راځی يو ډول وهم اخيستی يم نارامی لرم...بايد لاړ شم  ډاکټر ته دتلو وعده مې ورکړه
خو تر ځنډ وروسته يې دنصيحت په انداز. راته زياته کړه، دغه ډالري معاش باندې چه ته ډوډۍ راکوې بل ډول راته ښکاري مړۍ مې له مرۍ نه تيريږي!. 
غوښتنې ته په درنښت مې دکابل ټيکټ ورته وکړ مګرخدایﷻ شاهد ده چه دا خبره مې هميش ذهن کې تاويده خو فکر مې يې ځکه تغير نشوی کړی چه ځان حق په جانب راته ښکاريده. 
اما حيران لا هغه مهال شوم چه ۱۵ کاله وروسته مې له ډير کړاو پسته  کورنۍ سره خپل کمکۍ زوي اختيارالدين، هم بهرته راوستلو تيره ورځ مې هسې چټی ترې وپوښتل چه هلکه امريکا کې خوشحاله يې که څنګه؟ بې درنګه يې ځواب راکړ( نوره ښه ده! خو ډوډۍ يې حرامه ده) ځينې دلايل مې ورته وويل داسې چه دا ده همدغه ډوډۍ مونږ ټول خورو حلالو مارکټونو څخه يې پيرو...فکرمې لرلو چه ګواکې راضی به شی مګر پايله کې يې په جرأت راته وويل چه( ته خو په اموخته وې، مونږ مه په بلدوه) 
چرتونو کې  پاته شوم... توبې وښکلې ...زړه کې مې درد ولويده...وهم وپيچلم...کومه پوښتنه چه پلار او زوی ته مې ځواب نشوي کړی؛ په ورځ دحشر به يې دحقيقی پوښتنګر په وړاندې څنګه ځوابوم؟

+ لیکل شوی په  شنبه سیزدهم آذر ۱۴۰۰ساعت 20:25  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |