«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دشندندولسوالی کی دکوکناروماتولوکمپین یوی اونی راهیسی پیل شوی تراوسه یی ۷سوه جریبه ځمکه له کوکناروپاکه کړه مګردلمړی ځل لپاره دپنجشنبی په ورځ ددغی ولسوالی زیرکوه سیمه کی وسله وال مقاومت سره مخ شوه دسیمیزه قومی شورایوه غړی په ټلفون سره دنښتی په پړه ترډیره بریده په دولتی پولیسوواچوله وویل دولس مشران ددولت دهدایت په اساس سیمه کی خلک دی ته هڅول چه کوکنارخپله مات کړی خودهغه په وینادولت له قوی کارواخیسته.جګړه کی دساحوی زون قوماندانی ویاندسمونوال عبدالروف احمدی ددوه تنه سربازانواویه تن افسردمړینی وویل زیاته یی کړه جګړه ماروته هم مرګ ژوبله اوښتی خودقیق شمیریی نلری .پیښه کی طالب ویاند قاری محمدیوسف احمدی خپل سړی دخیل وبلل په ټلفون سره یی زیاته کړه پنځه ته پولیس یی قتل یورنجرموټریی سوځولی دی خودغرب زون ۲۰۷ضفرقولی اوردوقوماندان جنرال جلندرشاه بهنام یی ددغی ادعاپه ردسره وویل پولیسودملکی وګړودامنیت په خاطرسیمه کی جګړه درولی خوکوکناروتبه په هیڅ عنوان اجازه ورنکړی.

                                       

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و هفتم فروردین ۱۳۸۸ساعت 21:12  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |