«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

وياړلی

نن يو بل داسې مخکښ دريادوم، چه نوم سره يې ډير دوستان بلد دی
راځی ځبل وياړلی په ژودينه ووياړو 
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 

په دې يې نه ستايم چه دولسمشر سلاه کار دی! مګر په دغه صفت يې لاښه درپيژنم چه د ټولنې خدمتګار دی. 
انجنير محمدداصف، نوميږي خدايﷻ د ديندارۍ له کبله دحاجی صاحب وياړ وربښلي دی، علمي رتبه يې پوهاند دی .
دميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالۍ اسمعيل خيلو ټير اړوند د کنډک مشرعبدالرسول خان زوی دی.  کورنۍ يې عمر ۷۰ کاله يادوی .
ابتدايي زده کړې يې کلی بيا غازی لسسې څخه په عالی درجه بری ليک لری. 
کابل پوليتکنيک ته دکانکور له مخې ورغلو. دساختمانی چارو کې روزنې سره جوخت دعالی فکر او استعداد په وجه يې پخواني شوروی ته دزده کړو بورسيه واخيسته. ترپنځه کاله روزنې وروسته هيواد ته راستون شو.
دوطن دابادۍ په موخه يې بيرته پولتکنيک دساختمانی پوهنځۍ دهايدروليک بند نهر دیپارتمنت کې دښونکی په صفت فعاليت پيل کړ 
تحصيلی سند خپل مسلک کې ددوکترا ترکچې لری 
له ۱۳۵۸هج ش تر ۱۳۹۴ هج ل کال پورې همدلته استاد او دزرګونه زدکړيالانو په روزنه دوطن ديوه ښه خدمتګار وياړو صفت يې خپل کړی دی. 
اصف خان چه دانجنير په صفت يې ټولنه کې شهرت شته دخدمت ټوله دوره کې ناپيلی غير سياسی او غير ګوندی پاته شوی دی. 
له کمونست پلوه حکومت تر مجاهدينو بيا تر طالبانو واکمنۍ له دندې ونه تښتيد، نه يې چاته دتمعې سرټيت کړ 
خوارۍ يې وګاللې مګر دوخت چارواکو دروازې ته پرته له کاري مسؤليته ورنغلو 
کورنۍ سره دبهر وتلو ګڼه چانسونه يې لرل، خو هيواد کې پاته شوو. 
زه يې خبله د ډيرو بدو ورځو شاهد يم دبيلګې په توګه دکمونستي انقلاب پيل سره يې ملکی خدمت کې زلمی ختو بريت، ورور ووژل شو، جناب انجنير صاحب کله هم دغچ ونه ويل چه داصفت يې دصابرينو ګڼلی شوو. 
دمجاهدينو په لاس دکابل سقوط سره يې د ژوند هر څه له لاسه ورکړل 
داولادونو دسالمې تربيې او سر دخونديتوب په هدف يې دکابل ابشارو کې يواځنۍ شتمنۍ چه کور وه په اندکې پيسو ليلام کړ، کلی کې د مجبوريت تر اخر حده مظلوم وضعيت کې ژوند غوره کړ 
داچه څه ډول؟ نغواړم دشخصی ژوند په هغه بڼه يې بحث وکړم چه اخلاقن اجازه يې نلرم
 مګر دمره به کافی وی چه ووايم له ښاری ژونده کليوالی ژوند ته يو دم ستنيدل په ټولنيز حساب څه مشکلات ځان سره لری
خو بياهم دټينګ عزم لرونکي انجنير دګڼه اولادونو په شتون کې  دقوم او کلی په کچه سختيو ته په اوږه ورکولو نه يواځې دځان بلکې دقوم خدمت وکړ او ديوه جرګه مار په رول کې يې ډير اجتماعی مشکلات حل کړل. او کوی يې  
په هرصورت ۷۰ کلن استاد اوس تقاعد دی خو وطن سره دسرشاری مينې له کبله لاهم لاس تر زنې نه ده ناست داسې حال کې چه روغتيايې هم دډاډ وړ نه ده يو ګام يې له هرات بل تر پکتيا...وی
ځکه دغه مهال دجمهوری ریاست دملی پراختیایی شرکت دتخنیکی بورد دریس او د لوی مشاور په صفت وطن ته دخدمت کولو مسؤليت لری.
 چی دسلمابند.کجکی.کمال خان .مچلغو.بندونو مستقیم نظارت .اومسلکی مشورو  دنده ورکڔل شوې ده.
هغه خبره چه لومړۍ مې بايد کړې وی، په اختتام کې يې يادښت کوم، چه قدرمن انجنير صاحب زمونږ دقبيلې ( ستانکزو) اړوند دکورنۍ نږدې مشر اولارښود مې هم ده. 
له ډيرو ناکردو يې منعه او دډيرو ښو سرلارې مې دی.
 ځکه يې خپل شخصی ښونکی او دکورنۍ دمشر په مقام کې ګڼم. له ړوغتياسره اوږد ژوند ورته غواړم. په مشرانو وياړو روغتيا ته يې ستاسو هم د دعا هيله مند يم

+ لیکل شوی په  چهارشنبه نهم تیر ۱۴۰۰ساعت 0:51  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |