امريکا ته دواسمشر دسفر ګټې او زيانونه
ځغلنده سفر ته، ځغلنده کتنه
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
په د سترګې نشی پټيدلی، چه افغان ولسمشر وکولی شوو چه دافغانستان په هکله دامريکا بهرنی تګلارې کنګل حالت مات په بيلابيلو مجالسو کې دخپلو ستونځو او برياو خواله مهمو امريکايي چارواکو سره شريک کړی.
هغه چانس چه دپخوانی امريکايي مشر ټرمپ، به مشرتابه کې له افغان حکومت څخه اخيستل شوی وو
دافغانستان دجنګ په تړاو ټولې تصميم ګيری يو اړخيز وې.
ځکه نو داچه قدرمن غنی، په ولسمشر بايډن د يوه سيال ولسمشر په توګه سپينې ماڼۍ ته په تللو ځان ومانه مثبت بدلون وو
چه دغه او ديته ورته نور پرمختګونه يې رسنيو شنونکو سره بحث کې ويلي دی ليا يادونه به يې تاسو ښاغلو ته زمانګير وی
خو زه دلته څو ټکو ته اشاره کوم، چه دسفر بل اړخ بيانوی.
۱- ايا ولسمشر او پلاوی ته يې ديپلوناتيک هرکلی مناسب وشو؟
۲- سفر کې کې نوی پيغام ورکړل شو؟
۳- تر ټولو مهمه دا چه سفر کې دسولې؟ که جګړې لپاره لابی وشوه؟
دلومړی پوښتنې ځواب باندې يې زه ديوه افغان په توګه قانع نيم! هغه داچه ديپلوماتيک عرف ته په کتو دولسمشر هرکلی لپاره بايد هوايي ډګر کې ولسمشر، مرسيالان يالږ تر لږه دمجلسونو( سنا، يا ولسی جګرګې ريسان) هرکلی ووای چه دغلته خو لا بهرنيو چارو وزير يا استازی هم نوو
۲- امريکا او ټوله نړۍ کې دود دادي چه ميلمه ته دميزبان حکومت له لوري دسفرلی موټر، داستوګنې ځای او نور امکانات وړيا تهيه کيږی... مګر دغه سفر کې دکره معلوماتو په بنسټ له هوټل، بيا دپلاوی دليږد راليږد امکانات دافغان حکومت له لوری تيار شوی وو
که څوک يعنی امريکايي لوری دپلاوی دډيروالی وايي دليل نشی کيدلی، ځکه دپلاوی لست له مخکی ورکړل شوی و
د دوهمی پوښتنې ځواب يې هم ګونګ دی. داسې چه دپلاوی راتګ په مهال انګيرنه داوه چه دافغان سولې لپاره به سلا مشوروته تابيانيول کيږي، مګر که څه هم پلاوی دولسمشر بايدن سره مهمې خبرې دتړلو دروازو ترشاه وکړې، خو کومې خبرې چه رابهر شوې افغان پلاوی لاهم دجنګی امکاناتو او تجهيزاتو دمرستې غوښتنه کړې حال داچه امريکا نور دافغانستان له جګړې خسته دی دختميدو لارې چارې يې لټوی
بل داچه دامريکا بهرنۍ تګلاره دبهرنيو چارو وزارت مربوط دي مجلس کې دامريکا دبهرنيو چارو وزير نه شتون له افغان چارواکو څخه يو ډول دبې تفاوتی او دبهرنۍ تګلاری دنه تغير معنی لری
مهمه خو لا دا چه دافغان سولې په اړه دزلمی خليل زاد، ماموريت دامريکايانو لپاره دير مهم او هره وړه، غټه اړونده مجلسونو کې يې حضور حتمی وی، مګر دلته ونه ليدل شوو
ددې دا معنی نه ده، چه دولسمشر په شتون کې خليل زاد، مهم نه وو. بلکې ښکاری چه دخليلزاد، ماموريت کې ولسمشر تداخل نه کوی، او لاهم خلاص لاس ګرځی. په خليلزاد لا دمخه. دافغان حکومت ځينو چاروتکو طالبانو سره دخواخوږۍ اتهام لاره.
۳- که څه هم ددربمې پوښتنې ځواب يې ۲ پوښتنې سره لږ ورکړل شوو
خو بيا به هم رڼا په واچوو چه ليدو کتو کې دجګړې ددوام، مخالفينو دځپلو خبرې، تر سولې ديرې ګرمې وې. اما دامريکا ولسمشر او ولس دجګړې مسولانه ختم غواړی.
ځکه يې نو جګړه کې دنظامی حضور ژمنه ونکړه دعسکرو دراوتلو يې وويل. خو دبشری مرستو په دوام او افغان حکومت دپياوړتيا ډاډ يې ورکړ.
دا په دمعني چه نور امريکا دپخوا خلاف شخص سره نه، يوه منتخب ټول منلی حکومت سره کومک کوی.
ممکن دا حکومت دمخالف لوری ووسی
دسفر اقتصادی اړخ
امريکا ته دتمې خلاف دپلاوی ترکيب کې دماشومانو په ګډون ۵۱ تنه وو نو که ديوتن د ورځې خرچه ۲سوه ډالره محاسبه شی ۹۶۹۰ ډالره يې يواځې دهوټل مصرف شوی دی
داړونده چاروکارپوهان دنړيوالو الوتنو ديوه ساعت دطيارې لګښت ۲۵ زره ډالره اټکلوی! نو نو ددوی رفت، امد بدون له توقفه ۲۸ ساعت هوا کې تير شوی دوه ورځې (۴۸ )ساعته کامير الوتکې توقف کړی، ټولټال ۷۶ ساعته چه لګښت يې په حکومت حساب دی ۱۹۰۰۰۰۰يومليون ۹ سوه زره ډالره مصارف شوی
نو ويلی شو چه پلاوی په انتخاب کې د ډير والی سهوه تاوانی او غير ضروری خلک يې راوستی وو چه خبرو کې يې نه ګډون ته اړتيا وه نه يې وکړ
خو پلاوی کې دبهرنيو چارو وزير ښاغلی حنيف اتمر، حضور اړين وو. مګر خبرو کې حاضر نشو؟ چه ښکاره يې دکرونا ناروغی مثبت دليل ياد شو، چه دغه خبره خپله خنداوره ده داځکه دکرونا معاينه له سفره مخکې کيږي، که تست يې مثبت و، ولې دسفر اجازه ورکړل شوه؟ که منفی وو؟ ولې مجلس ته لاړ نه؟ په دصورت کې راتلل نه يواځې غير ضروری وه بلکې الوتکه کې دنورو ژوند سره هم لوبې وشوې.
نو په ټوله کې په عامه اصطلاح ويلی شو! چه شړوبې له سره توروې دی.