تکتيکی شاتګ
امريکا غږ په تکتيکي شاتګ خبر دماتې حس رانه واخيست
دخاطرو لړۍ
ليکونکی؛ شرف الدين ستانکزی
په رسنيو کې دغه امريکا غږ او په وياندويانو کې زيباخادم ښه راياندې لګيږی
داد حزب اسلامی دپخوانی مخکښ غړی مولوی عطاالله لودين، خبره وه چه له نن ۱۳ کاله پخوايې راته وکړه. مولوی چه دارغنديوال صاحب په مشرۍ دکابل خوشحال مينه د حزب اسلامی نوی پرانستل شوی دفتر کې په يوه خصوصی مجلس کې ناست وو دحلالاتو تغيز ته په شکرانه د طالبانو لومړۍ پلا پرمختګونو او احمدشاه مسعود سره دلانجو په يادښت وويل کابل او ميدان وردګ کې د وخت ړلسمشر ربانی تر سازش وروسته دحزب اسلامی ماتول بدې صحنې او خاطرې لری. ويول؛ ډير بد وضعيت مولاره رسنۍ او عوامو کې دحزب اسلامی خلاف تبليغات کيدل ځکه نو دماتې په حالت کې په مات زړه له کابله ووتلو چه دده په ټکو ستړی او مايوس حالت وو
عطاالله، ددغو جملو په يادښت چه سړو هوسليو سره ملې وې له تيښتې وروسته نسبتا آمن ځای ته د رسيدو وويل نقل يې وغځاوه چه يوه کور کې مو چای سره وچه ډوډۍ خوړله کوربه نه مو دراډيو داوريدو خواست وکړ چه دامهال دماښام ۷ بجې وې دخبرونو سرټکږ کې زيبا خادم وويل( له کابله دګلبدين حکمتيار پلويانو دجګړې دشدت له امله دننګرهار په طرف تکتيکی شاتګ وکړ)
لودين دغې خبرې سره مسکی شو ويويل تر دمخه موکاملا دشکست او ماتې روحيه لرله خو د امريکا غږ دغه خبر مو ذهن ته دتکتيکي شاتګ روحيه او دبيا مبارزې حس راکړ
هغه وايي : يو بل ته مو ډاډ ورکړ چه مات نيو تکتيکی شاتګ مو کړي څوبيا انساج چاره مو له همغه ځايه پيل کړه.
نوټ: هسې مې دخاطرو لړ کې داوليکل کوم شرايطو يا چاته اشاره نه ده.