مشر ورور دپلار سيوری
دپلار دورځې په پار مې 💐مشر ورور ته ډالئ کوم
ليکونکی:شرف الدين ستانکزی
داسې هم نه ده؛ چه ژوند کې هيڅ کمی نلری سپينه فرشته ده،
مګر په ولس کې دمره محبوبيت اومينه وال لری چه په اړوند يې خاموشی غوره ګڼم، ځکه نيوکه يې هيڅوک هم نه راسره منی.
اوس نو اړيم، چه دوستانو سره په همغږۍ يې زه هم په صفت خوله پرانيزم.
انځور کې منور شخص معلم عين الدين، نوميږی مشر ورور مې دی داچه پلار مې لا پخوا وفات دی خدای د جنتونو سردار کړی خو د ورور په شتون کې يې تشه نه ده راته محسوس شوې مينه يې له مونږ نه ده سپمولې ځکه يې نو زه هم دخپلوخويندو او ورونو په ټوله کې دکورنۍ په استازيتوب دپلار د ورځې په وياړ انځور پاڼې ته پورته کوم. مهربانه خواص، دينداره شخصيت او امانت کاره عادات خدایﷻ ورکړی
په ژوند کې شيرروزی خلاصه ټنډه لری.
کله مې هم محتاج او هيڅ وخت مې شتمن هم نه ده ليدلی وايي: (مه يې کره مه يې ريبه سرکۍ څټې آړوه) هغه دی، دی.
داځکه معلم هغه دعوامو په اصطلاح په ظاهره فقير په زړه امير خدایﷻ هست کړی دی.
ميلمه دوسته او غريب پروره دی.
داسې چه هيڅ وخت تنها ډوډۍ نه خوری او هيڅ داسې وخت نه دی شوی چه يو بيوزله ته له خپلې شتمنۍ برخه جلا نکړی.
په کور کلی حتی دولسوالۍ او ولايت په کچه دجرګو مرکو سرکښ او په خبره يې امين کيږی
دلوی رياست تر کچې يې حکومتی ماموريتونه او دسيمې په کچه دجهادی ګروپونو مشری کړې ده خو نه هم دخدایﷻ په فضل، کرم دچاه زړه ترې ازار شوی او نه هم دبډو يا نارواګټې وټې دوسيه لری. نه هم دمقامونو پسوند ځان سره ساتی بلکې دمعلم په نوم يې ټولو ته ځان ورمعرفی کړی دی.
اما!! فام ساتۍ، دوستانو داصفتونه زه نه کوم داخلکو راته ويلی دی ممکن په همدغه پوست کې يې دوستان تاييد هم وکړی
که څه هم ستاسو دوستانو له خولې يې صفت ته نه دنيمګړتياوو اوريدو ته ليوال يم داځکه چه يو خو نيمګړتيا په ګوته کول ديو انسان سهوې ته متوجه کول دی
بل داچه زه يې هم په ډيروصفتونو اوريدو بخيل يم غواړم چه څوک يې په غيبت راسره کينی
تاسو ونه پوښتل؟؟؟ زه به درته ووايم.
معلم، ددوستانو په زړونو کې داسې شين شوی چه سيوری لاندې يې مونږ نور وده نشو کولی
کله، کله مې زړه غواړی چه دشخصيت کمولو هڅه يې وکړم مګر چاه سره چه په نقل کينم دخبرې پيل سره نصوار په خوله څادر ټک وهی رانه وخوځيږی
دبيلګې په توګه په داوروستيو کې مې کليوالو مشرانو ته په ننواتې شکايت وکړ چه معلم صاحب مې شل کاله ځمکه باغونه هستو نيست ګونډه کړی دی! ويش مې ورسره وکړۍ هغوی هم په جرګه ورغلل مګر دمعلم ورور خوله او سلوک دمره نرم او شيرين دی چه جرګه مارو باندې يې لکه چه منتر چوف کړی وی! لا يې دغبرګون حال نه ده راکړی.
په هرصورت دعوه به جاری ساتم خوايي (ميړه مړ کړه، ميړانه يې مه وژنه)په بهادرۍ، شهرت او کمينه شخصيت يې فخر کوم
داچه دکورنۍ شتمنی مو لا واک کې ساتی ددې معنی ورکوی چه معلم عين الدين، مو دپلار ځای ناستی دی. دسر سيوری يې بولو خدایﷻ دنه کموی دپلار دورځې مبارکۍ ورته وايم 🥀🌺🍄خو جرګې ته دځواب سترګې لا په لارساتم