طالبان د۴۰ ولسواليو دنيولو خو حکومت بيابل څه وايي
حکومت طالبانو ته د درنو زيانونو خو طالبان له اختره وروسته د۴۰ ولسواليو دنيولو ادعاکوی
تازه فراه، او زابل کې د درې ولسواليو دسقوط خبر تاييد شوی دی.
ليکنه : شرف الدين ستانکزی
دفراه دولايتي شورا ريس او سيمه ايز خلک دپشترود او دجوين، د ولسواليو دسقوط او دزابل، دولايتي شورا ريس رسنيو ته دارغنداب د ولسوالی د سقوط حال ورکړ
دوی دامنيتی ځواکونو دشاتګ او خپلو کې دنه همغږی لرل دشکست لامل ويلل
طالب وياندويانو ويلی چه له کمکی اختر راوروسته يې بيلابيلو ولايلاياتو کې تر ۴۰ ولسوالۍ په بشبړه توګه نيولی او ګڼه نورې تر محاصرې لاندې دی
دملی دفاع وزارت وياند بيا دولسواليو سقوط نه مني وايي ځواکونو يې تکتيکی شاتګ کړي دی چه لامل يې ملکي وګړو خونديتوب ښی
هغه تيرو۲۴ ساعتونو په تيريدو سره ۱۱۳ طالبانو د وژلو او ګڼه نورو دزخم وويل، له خپله لورې دعسکرو دزيانمنيدو څه نه دي ويلی
بل خوا دکورنيو چارو وزارت وياند ييا دهغو خلکو دعدلي تعقيب ګوت څنډنه وکړه چه دولسواليو دسقوط برخه کې يې طالبانو او پوليسو ترمنځ منځګړيتوب کړی، يا يې کوی.
دنيول شويو ولسواليو استوګن دسخت بشری ناورين شکايت کوی نړيواله ټولنې او بشرپاله بنسټونو ته له سيمې دليدو، بيړنيو مرستو او اوربند منځ غړيتوب تمه لری
دخپلواکه سرچينو له څيړنو ښکارې چه، نږدې ۲۰ولسوالۍ د دفراه، جوين او پشترو دميدان وردګ، نرخ او جلريز "فاریاب قیصار او دولتاباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اببند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاهاب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکنډي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي".
تازه طالبانو دغور ولايت دساغر، ولسوالی دنيولو دعوه لري او دکندزدولايتی شورا ريس، سيمه کې رسنيو ته دعلي اباد، ولسوالۍ بازار ته هم دطالبالب جنګياليو دننوتلو حال ورکړ دی
جنګ کې ښکيل مسؤلين يو بل ته دګڼه جنګياليو د مرګ ژوبلی ادعا کوي، چه ارقام يې خپلواکه سرچينو لا نه دی تاييد کړی.
خو ورسره خواکې نړيواله ټولنه، امريکا، او دبشرحقونو خپلواک کميسيون دافغانستان وضعيت ته انديښمن دی له دواړو طرفونو دچټک اوربند هيله لری. هغه غوښتنه چه لا پخوا رد شوې ده.