«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

نرخ دافغانستان داقتصاد شارګ

دافغانستان داقتصاد شارګ( نرخ) دوچکالی ناورين کې
ليکونکي: شرف الدين ستانکزي 
ويل يې: په کاريزونو، لښتيو او څاګانو کې او به وچې ياهم داوبو سطحه دمره ټيته شوې ده، چه اکثره ځايو کې يې ګته اخيستل يې ناشوني کړي دي 
دا په سيمه کې ديوه استوګن او زما د مشر ورور معلم عين الدين، دخبرو غټ ټکي وو  
معلم، داخبرې شيبه وړاندې دميدان وردګ نرخ ولسوالۍ ملاجلال بابا له کلي دمسحد دملاامام ښاغلي قاري صاحب عبدالجليل دتلفون او مسنحر په مټ وکړې، ويويل: وضعيت دناورين تر کچې رسيدلی دي مګر پوښتنګر نشته. هغه وايي: دانسانانو ترڅنګ يې ناخوالو ټول طبيعت اغيزمن کړی دی چه تاثيرات يې په څارويو، مرغانو حتي په خزندو کې جوت دی 
دا اوديته ورته شکايات يې هغه وخت وکړل چه کله ما له قاري صاحب عبدالجليل، څخه دکرونا مرض داحوال وپوښتل دوي، يې غبرګون کې دټولنيز وضعيت او وچکالئ څخه په شکايت دخلکو له ورځې بلې ته دبې وزلی، اقتصادی ځوړ يادونه وکړه
 دخدايﷻ له درباره ددعا ترڅنګ يې په حکومت، نړيواله ټولنه او مرستندويه ادارو په نيوکه دا تنقيد هم وکړ چه دولسونو احتمالی ناورين ته په ننداره هيڅ باک هم نه راوړی 
نرخ. ميدان وردګ په اداري تشکيل کې دکابل په ګاونډ کې ولسوالۍ نوميږی چه په داوروستيو کې يې ولکه طالبانو په غاړه اخيستې ده 
دغه سيمه چه دسمسورتياله کبله سيمه يز شهرت لري دګڼه ميوو بڼونه پکې دود دی. چه مڼې، زردالو او الو يې دشهرت ترڅنګ دافغانستان داقتصاد شارګ حيثيت لری
(دستونزې حل)
باورشته چه که دنرخ بڼوالو سره اړونده برخه کې لکه داوبه خور او بڼوالۍ دسالمې روزنې کومک ونشي؛ نه يواځې دنرخ سمسور طبيعت به له منځه تللي وی بلکې په تخريب به يې دحکومت داقتصاد شارک له منځه لاړ شي 
(دحل لار) 
دسيمې خلک او کارپوهان وايي د نرخ غرنی چاپيريال کې د ژمنيو واورو زخيرې په شتون پريمانه اوبه شته چه دخوړونو په ترکيب کې وړيا دميدان له سيند ترکابل حتی ترپيښوره بهيږی خو دلته ګټه نه ترې اخيستل کيږی  نو که دکمکيو بندونو په جوړښت موسمی اوبه مهار شي دناورين مخه به يې دتل لپاره نيول شوي وي 
(مسؤلينو غبرګون)
سيمه يز مسولين وايي نرخ، کې يې داقچي، صدمردې او نورو څو بندونو لومړنۍ سروې بشپړه کړې ده، خو سبمه کې دامنيت دنه شتون له کبله يې عملی جارې دا څوکاله ټکنۍ دی 
که څه هم ددغې متن دليکلو په مهال سيمه کې دواکمنو طالبانو غبرګون وانه شوي خيستلي خو په تيرو کې يې وياندويانو ويلي وو چه دبندونو په شمول دهيڅ پرمختيايي ادارې قعاليت مخالف نه دی انجنيرانو او کاری خدمې سره يې چارو کې کومک کوی
نوټ: نرخ کې زما هم شخصي احساس اوتمعه شته. له اصولو سره سم يې په اړه ډير نشم ليکلی  هيله ده خپلواک قلموال خبريالان يې مشکل منعکس کړی 
مګر په دتوپير چه برخه مې لاسته نه ترې راځی  داځکه ناڅرګنده ځمکه مې دنورو ولکه کې ده 
شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  دوشنبه بیست و چهارم خرداد ۱۴۰۰ساعت 2:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |