«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ميړنی

راځی خپل نوميالی په ژوندينې ووياړو 
ليکنه: شرف الدين ستانکزی 
وايي: داسې به د ووهم چه حاجی محمدزی،  دمرکه کې  ستړی شی . 
که څوک ميدان وردګ په ځانګړی ډول نرخ ولسوالۍ کې ژوند کوی حتمن يې دغه جمله اوريدلې يابه يې واوری، ځکه په اولس کې عامه. 
نو کوم دروند شخص چه انځور کې زما ترڅنګ ګورۍ همدغه حاجی محمد زی،  دی. 
په کلی کور کې يې له احترامه خلک ګل اغا بولی  زما تره ده خو له کمکۍ توبه دمعنوی پلار مقام راته لری.
 مهربانه شخصيت نه برخمن دی نږدې دولايت په کچه دجرګو او مرکو استعداد لری.
 هميش دخير ښيګڼې کارونو کې مخکښ وی پرته له اجرې سولې په موخه ولسی لانجې حل کوی 
دنږدې ۸۰ کلونو عمر په لرلو سره هيڅ داسې قضيه به يې دسيمې په کچه نوی تيره شوې چه ددغه خيرخواه شخص له حضور پرته حل، فصل شوی وی، او هيڅ داسې موارد به هم څوک ونه مومی چه په حاجی صاحب محمدزي، ګل اغا، به د درغلی تور څوک پوری کړی شی.  خو په داستثناچه زما له يوې کمکۍ مرکې يې يو وخت ډډه وکړه هغه يې هم داصفت ګڼلي شو چه چنار هميش په نورو سبوری کوي ممکن زه به يې ځان ګڼلی يم ځکه نو په خان سيوري نه کيږي. 
په هرصورت ټوکه مې وکړه، بيايې هم په خپل نوبت دښيګڼو پوروړی يم په نيک نوم يې چاپيرچل کې هسک سرګرځمه. که څه هم هرځل چه هيواد ته تللی يم لاس نيوی او زيارت باندې يې مشرف شوی يم له پلار، مور او استاده  وروسته حاجی ګل اغا بل شخص دی چه دملاقات په مهال مې يې لاس ښکل کړی او ښکلوم به يې.ګل اغاهم دخپل شفقت غيږې نه کله هم نه يم محروم کړی 
محمدزيي، چه په قبيله ستانکزی دی دنرخ ولسوالی توکرک جلال بابا، کلی  کې ژوند کوی.
 پلار يې ملک شازمان،  نوميده چه په خپل وخت ډير مشهور وو  ګل اغا، اوايلو کې بيکسه ياديده خو وروستيو کې يې خدایﷻ ديوه ډله اولادونو لمسيانو په نعمت سترګې خوږې کړی دی  اهل صالح زمن لری خلک يې سلوک څخه راضی، مګر داهم ښايي زما ستونځه وی چه شهزاده ډوله بچان يې دتربګنۍ حس راسره پالی. 
ځکه نو زه هم دلته دزمنو نه دحاجی صاحب ګل اغا ستاينه کومه
دحاجی صاحب داوږد عمر په هيله. 
نوټ: راځۍ تربګنۍ ته نه، ووايووووووو
شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  دوشنبه بیست و چهارم خرداد ۱۴۰۰ساعت 2:48  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |