دهزاره و نسل کشی
دنوی ناورين پيل
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی
هزاره، ميشتو سيمو کې پرله پسې دملکی وګړو هدف ګرځول عام محضر کې انفجارونه پرته له نسل کشۍ او افغانستان کې قبيلوی او مذهبي جګړې ته لمن وهل بله معني نلری حکومت او نړيواله ټولنه بايد دموضوع جديت ته په فام استخباراتي هڅې په کار اچولو سره دپيښې اصلي عامل معلوم کړی
طالبان هم يواځې پيښه کې دلاس نلرلو په اعلاميه له دغه بشري ناورين څخه ځان مبرا کولي نشي
که ريښتيا يې جنګيالی پکې ښکيل نوی؟ نړيوالې ټولنې سره ددوی هم داصلی عامل پيدايښت کې هڅې منسجمې کړی. څو په دغه ډول يو طرف نړيوال ذهنيت د ځان په رابطه مثبت کړي او بل تاريخي شرم څخه خوندی شی
دبريدونو له نوعيت څخه ښکاری چه فردی، نه بلکې ديوې لويې شبکې له خوا تنظيميږی، چه عامل يې يا استخبارات پيژنی؟ په هکله يې دکوم دليل له مخې خاموش دی. ياهم دهيواد امنيتي بنسټونه دناخبرۍ په صورت کې نور دکار وړتيا نلری، بايد په جوړښت کې يې تجديد نظر وکړی شی
کنه نو لږ غفلت هم هيواد کې دتباهی پيل او بيا به په عامه اصطلاح اوبه له ورخه تيرې وی