«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

مولوی محمد کبابياني

نن سهار مې له هيواده ديوه بل ستر عالم دشهادت په خبر پيل کړ 
غمجن شوم دمولوی صاحب محمد کبابيانی، خدمات مې ذهن ته انځور شوه 
افسوس مې وکړ چه زمونږ ملک دمره وحشت اخيستی چه د يوه نيک شخصيت کړنې په مرګ وربدلوی 
کبابياني، چه نن يې دشهادت کليمات ليکم دغرب زون په کچه دهيواد نامتو عالم  تقواداره شخصيت دلوديځ دعلماو دشورا او الغياث پوهنتون مرستيال پاته شوي دی 
هميش يې په خبرو کې خير او دسولې هڅه وه 
هيواد يې په مرګ خوار او زه غمجن شومه 
ځکه څه موده مې دخدایﷻ بښلي مولوي صاحب لاس لاندې تعليم ته غاړه ايښي ده او يو زده کونکی تر هربل چاه استاد پيژندلي شی نيک سړی وو  دمغفرت دعا ورته وکړی

 

+ لیکل شوی په  پنجشنبه سیزدهم خرداد ۱۴۰۰ساعت 20:51  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |