پوليس دنده څخه وشړل شو
يو پوليس عمری له دندې محروم شو
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
کورنيو چارو وزارت دټول عمر لپاره د پوليسو يو منسوب له دندې وشاړه.
طارق ارين، يې نن په وياندۍ ددغه مطلب په ويلو خبر پاڼه کې رسنيو ته د ياد پوليس نوم وهاب، ښودليودی. پرته له د چه دپوليس رتبه او نور وظيفه وی مشخصات ياد کړی ليکلي وو چه په ښځو دلاس جګول جرم عامل يې، تورخم کې د ټول عمر لپاره له دندې وشړل شو.
پيښه په دا وروستيو کې د تورخم په دروازه رامنځته شوې وه وديو يې له دوحې دطالبانو دسياسی دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم وردګ، هماغه مهال په ټويټ کې نشر کړه، ورسره خوا کې يې دتانې په ډول دموضوع په تذکر راوړی وو(An Afghan border soldier, whose duty is in Torkham city of Nangarhar province. He is torturing an aged sick woman who wants to travel to Pakistan for treatment.
where is humanity and woman rights?)
وردګ، ليکې پاکستان ته تلونکې يوه دزاړه عمر ناروغه ميرمن چه دتداوئ لپاره درومي تورخم کې يې افغان پوليس په لښتو وهی. دبشرحقوق چرته دی؟
که څه هم دکورنيو چارو وزارت وياند د نعيم وردګ وديواو پيغور ته مخامخ اشاره نه ده کړې، مګر په غيرمستقيم ډول يې ځواکې کې غيرګون ښاری چه ( په ښځو ناوتريخوالي دطالبانو کتور دی نظام کې داډول وګړي نه ځای او نه هم تګلاره لری. ځکه نو د عمر لپاره ياد پوليس له دندې محروم شو.
افغانستان دنړۍ يو له هغو هيوادونو څخه دي چه په ښځو د تاوتريخوالی لوړ رقم لري. مګر په ورته جرم د يوه پوليس مجازات کول يې په خپل ډول کې لومړی پيښه يادولی شو چه عمل يې ټولنيزه رسنيو کې ګڼه خلکو تايد او دجګړې په طرفينو يې ملکي خلکو، په ځانګړي ډول ښځو سره دښه سلوک توصيه کړې ده