زړه سوانده شخص
دولس يو خيرخوا نوی کال ته په هيله
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی
۱۴۰۰ م هج ل کال به دسولې، پرمختګ او دافغانانو دخپلواکۍ کال وی. تمه شته چه افغانان په ځانګړي توګه دجګړې خواوې يې فرصت څخه مثبته ګټه پورته کړی.
دا دولسی پرمختګ د ريس نجم الدين سياس، دخبرو غټ ټکي وو چه د يوه شخصی مجلس په جريان کې څرګند کړل
ښاغلی سياس، دهيواد په کچه نامتو سوداګر او دستانکزو ټبر پورې اړه لری.
هغه( سياس) د دوحې مذاکراتو، ته په باور وويل نور نړيواله ټولنه، افغان جګړه کې ښکيل بهرنی ملاتړی او خپله دجګړې دواړه طرفه افغانان دسولې تږی له جګړې ستړی شوی دی نو ځکه دده په وينا دسولې چانس له هر بل وخته رانږدې شوی دي.
سياس نن له غرمې وروسته دلويې پکتيا دټاکنو دخپلواک کميسيون د ريس څارنوال نقيب الله په ملتيا زمونږ کور ته زحمت ښکلي وو، دسولې ژوره هيلې يې جوتې کړې په بحث کې مو ګټورې او هيله بښونکې خبرې ورڅخه واوريدې دتير کال غميزو نه په شکايت يې د ښې راتلونکې زيری لاره
مګر په دغه لار کې يې کمکيو ستونځو ته هم اشاره وکړه ولې حل ته يې اميد وار وو
سياس، چه ديوې لويې غير سياسی ټولنې مشرئ ورپه غاړه ده تيرو څوکلونو راهيسې يې په کابل کې دټولنيزې همدردۍ مرکز پرانستی دی اړمنو خلکو سره بشردوستانه مرستې کوی چه د سخاوت دسترخان يې اوس دکابل څنګ ليره ولاياتو کې هم دبيوزلو په مخ غوړيدلی دی
پلويان يې وايي چه سياس، په هيڅ سياسی ګوند پورې تړاو نلری مرستې يې له شخصي حسابه اجراکيږي.
پرته له د چه دچاه قوم، ژبه يا سمت په نظر کې ونيسی
بيوزلو ته دهمکارۍ لاس ورکوی
شرف الدين ستانکزی