«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ګلزمان

صوفی کاکا مې له مودو وروسته دښارګڼه، ګوڼه کې بياوليد؛ دسونډې لاندې يې نصوار کلک نيولی وو، په ګوډه ماته لهجه خو مسخره اميزه بڼه يې راته وپوښتل: داځينې پښتانه ولې ګلزمان ته دموسيقی دبابا په لقب نيوکه کوی؟ 
نه داچه دوی هم داصفت دځان ګاڼه، کنه نو که ريښتيا سره وواو؛  په سندرغاړو کې خو مونږ د ګلزمان ساری نلرو، 
هو! که يې دهيواد په کچه محاسبه کوی؟ بيا نو دا خلک په حقه دي. تاجک، او ازبکو کې هم زحمتکشان شته 
وګوره؛ ارياناسعيد په ستيح څه رسوايی جوړه نکړه؟ 
 مګر که دهزاره قبيلې په سر ناندرئ وهی دعوه يې ناحقه ده.
ځکه هزاره ګان وږی ګرځی،  مګر دوه کاره عيب ګڼی...
 چه اول سندرې ويل، بل سوالګری دی. 

صوفی کاکا، لانصوار نه وه پاخه کړی؛ چه سرچوک کې يوه هزاره سوالګر دخير لاس را اوږد کړ. 
اوس نو صوفی، په توبو سر شو...ويل يې :زمانه خرابه شوه نه چه خبره مې په سر راماته شی 🏃🏻‍♀️سندرغاړی هم پکې پيدا شی...همدې خبرې سره نور په تيښته وتښتيد🏃🏿‍♂️

+ لیکل شوی په  پنجشنبه هفتم اسفند ۱۳۹۹ساعت 11:47  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |