«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دکب ۳) يو څلويښت کاله وروسته هم لمانځل کيږی

۴۱ کاله وروسته هم لا افغانان دشوروی يرغل ( دکب ۳ ) يادونه ځوروی 
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 
دافغانستان ګنڼه ولاياتو کې تيره شپه ولسی خلکو په تکبير شعارونو داورونو په بلولو او پخوانيو شوروی چه ځاي ناستی روسيه دی ديرغل او افغانی لاسپوڅو ته په مرګ ويلو خپله ښکاره او دهيواد دښننانو په وړاندې دکرکې تمثيل وکړ 
له بيلابيلو کليوالی سيمو مين جمله دميدان ښار نرخ ولسوالئ څخه عيني شاهدانو  له دغه منځه دعين الدين جلال په نوم چه خپله هم د۱۳۸۵هج کال دکب د۳ دقيام يو ګډوال وو د دغه خبر په تصديق وويل له څلور لسيزو راهيسې د کب دريمه ورځ په شانداره مراسمو لمانځی چه له دغه کاره يې اصلي موخه ځوان نسل ته دکفری نړئ په ځانګړي ډول دپخوانی شوروی انحاد او موجوده متحدينو ناروا کړنه اونيت ور ياد کړی 

هغوايی: دقيفا له نن څخه ۴۱ کاله پخوا په همدغه ورځ افغانستان کې دشوروي سور لښکر کابل کې خپل پليت حضور څرګند کړ چه اولسی دعوامو ديني علما او حضرت صاحبانو په وژنه او شکنجه يې ولسی غبرګون را پورنه کړ 
دغه ولسی پاڅون کابل کې لومړی ښاريانو په بامونو داور په بلولو پيل دتکبير په نارو يې خپل مخلص ملګري سره منسجم ښارو کوڅو ته په سوليز پاڅون راووتل خودا چه شورويان او کمونست پلوه لاسپوڅی يې نه دبيان ازادئ، نه سوليز لاريون حق باله اونه هم انسانی ارزښتونو ته ژمن وه 
عامو هيوادوالو باندې دوسلو شپیلۍ راوګرځولې لاريون کونکی کې يې ګڼه دټانګ دچينونو لاندې کړل زرګونه پاته شونی يې پرته له نظارتخونې يامحکمې دپلچرخی زندان ته واچول 
چه ديو شمير داجسادو ډله يز قبرونه يې دزندان څيرمه دښتوکې دکمونيستی رژيم له سقوط ورړوسته وموندل شوه ګڼه نورو ته يې لاهم دمرګ ژوند خبر نده رسيدلی. 
په قريانيانو کې محصلين، ماشومان، زاړه عمرخلک او ښځې هم شاملې وې 
کوم چه دغميزې په ياد يې ۱۳۵۸هج. کال راوروسته هرکال دافغانستان ګوټ، ګوټ کې په عمومی، انفرادی او رسمی مراسمو لمانځل کيږي 
دروسانو او افغان پلوی دوخت حکومت کړنه يې په خپل وخت ملګرو ملتونو، او اسلامی حکومتونو سازمانونو وغندله  ورسره په څنګ کې يې دافغان ولسی جهادی پاڅون ته مشروعيت په ورکړه دمرستې غږ وکړ
 ګاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران په ځانګړی ډول، نورې بشر دوسته نړئ په عمومی  ډول افغان کډوالو ته دميشت ځایونو غيږ پرانسته 
نو په ټوله کې افغانان په دغه باور دی چه دهيواد دغميزې پيل د۱۳۵۸ه ج کال دسره فوج ظالمانه کړنه وه چه په دوام يې لاهم افغانستان په اورکې سوځی

+ لیکل شوی په  یکشنبه سوم اسفند ۱۳۹۹ساعت 15:17  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |