ميدان وردګ
ميدان وردګ هم جنجالی شو
راپور : شرف الدين ستانکزی
ميدان وردګ، مو تاريخی هويت دی دتن په وينه، دفاع ترې کوو
دغه خبره دګڼه ځوانانو دخولې اواز دی چه له ياد ولايت څخه يې (ور ) ته وکړه ويويل په رسمی دوايرو کې يې کارول ددوی قانونی حق دی چه ددوی په وينا پلی کول يې په سوال له چاه څخه نغواړې
ميدان وردګ کابل سره په څيرمه سيمې نوم دی چه له جوړښته بيا تر دغه مهال په محلی او مرکزی بڼه ورته کارول کيږي خو له هغه وروسته چه دبريښنايي تذکرو طرحه په افغانستان کې مروج شوه تازه تذکرو کې دميدان نوم لغوه يواځې وردګ، ليکل کيږي.
سيمه يزه چارواکی موضوع ته دحساسيت له کبله خاموش دی مګر يواځې دوردګ، نوم سره مخالف ځوانان په جديت دخپل مخالفت ددوام وايي: استدلال کوی چه وردګ، په ځانګړی قوم پورې اړه لری نه د ولايت ټول هويت پورې
قاری سميع الله دهمدغه ډول ځوانانو له منځه يو دی په تلفون يې خپل سخت احساسات څرګند کړل ويويل( ميدان زمونږ هويت دی چه دهزاره ورونو په شمول يې دهرې قبيلې خلک ملکيت لری. دتثبيت لپاره يې تر مرګه دفاع ته تيار يو چه په دغه برخه کې دولسمشر فرمان هم لرو مګر ځينې کړۍ شته چه په حکومت کې ولسي نفاق ته په لمن وهلو تذکره کې يواځې وردګ، نوشته کوی)
سمع، وويل ولايتی چارواکو سره يې په مشوره دلاريون تابيانيولی چه داحصايه رياست دفاملرنې په نه صورت کې به يې د راتلونکې مسؤليت هم دهغوی په غاړه وی
بل پلو ولايت ته يواځې دوردګ، نوم کارونې ته پلويان په ښکاره رسنيو سره خبرې نه کوی مګر دنوم دنشر نه کولو په شرط دمخالينو شمير محدود ګڼي وايي عام خلک يې په اړوند غږ نه پورته کوی بلکې يوه ځانګړې کړۍ ده چه دخپل شهرت په فکر کې دی
خو دبهرنيوچارو وزارت کې يوې باخبره خبری سرچينې ( ور) ته دولسمشر له لوری حکوم تاييد کړ ويويل( هو ولسمشر پنځه مياشتې دمخه دميدان وردګ، د نوم کارولو تصميم نيولی دی په دغه اړه له اړونده ادارې مونږ، بيا زمونږ له لورې په هيواد کې ديننه ټولو بهرنيو سفارتخانو او بهر کې افغانی ديپلوماتيکه ادارو ته په کتبی بڼه خبر ورکړل شوی دی چه يواځې وردګ، ونه ليکل شی)
ياده د وي چه دميدان وردګ، نوم دتفريق ستونځه دحامد کرزی دحکومت په مهال رامنځه ته شوه چه مخالفينو يې له لومړی سره داعتراض غږ اوچت کړی وه
خو دا په دمعني هم نه ده چه دياد ولايت ټول وګړی يې ترڅنګ وی مګر داسې خلک هم شته چه په اړه يې محتاط سلوک لری دمثال په توګه دميدان وردګ، کدرونه په نوم مشهوره فسبوکی پاڼې چلونکی ديوې مقالې په نشر ليکلی دي چه دنوم په سر لانجه دولايت داداری او اقتصادی کمزورۍ لامل شوه پلويان دواړه ډلګۍ ( مخالف او موافق) متعصب ګڼی خو خپله ددغې پاڼې چلونکی چه له نوم څخه يې ښکاره ده ولايت ته دپوره نوم کارولو طرفدار دی دستونځې دحل لپاره هيڅ قانع لارښود نه وداندې کوی.
شرف الدين ستانکزی