سپين زر فابريکه
(دسپين زر فاريکه بيارغول)
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
دافغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې دسپين زر فابريکې د بيا رغيدو حال ورکړشوی دی.
مرستيال وياند دواخان مينه پال وړاندې ويلی دی( ه ۲۵ کلونو وروسته دکندز دسپین زر تولیدي فابریکې بېرته فعاله شوه
یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه غوړي تولیدوي او ترڅنګ یې دزغرو، کونځلواو پنبه دانې غوړي، کنجاړه او صابون هم تولیدوي)
دسپين زر توليدی فابريکه، په کندز ولايت کې موقعت لری ۱۳۱۴هج کال دشمال دشرکت په نوم پرانستل شوه ۱۳۲۹هجش دنساجی شرکت په نوم۱۳۳۵ کال دپنبې داتحادې دشرکت او دسردارمحمد داودخان دحکومت په مهال د سپين زر دتصدۍ په نوم تاسيس شړه.
په ۷۰ يمه لسيزه کې دهيواد يو له مشهوره او ګټورو شرکتونو څخه وه چه دګڼه خلکو په بوختيا سربيره دتوليداتو برخه کې دپختې پروسس ترڅنګ بيلابيل دکوروسايل، دکرهنې او مالدارۍ برخه کې ګټور توکې توليدول، چه ګټه يې هرفرد ددغه ملک ته محسوسيدله.
خو له بده مرغه دشوروی پلوه حکومت او مجاهدينو ترمنځ جګړو کې لکه دافغانستان نورو بنسټيزه تاسيساتو په څير تخريب شوه
خو د بيا رغونې خبر يې خوشحالونکی دی، مګر مسؤلينو يې دکاری کيفيت او په اړونده پروژه دلګښت څه نه دی ويلی.
شرف الدين ستانکزی.