«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

تير کال يو امريکايی سرتيری هم افغانستان کې نه ده وژل شوی

اولسمشر به تبديل شي؛ خو دسولې مهال ويش به ثابت وی 
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 
افغان جګړه کې تير۲۰۲۰م کال يوامريکايي عسکر هم نده وژل شوی پمپيو داخبره دنوی ۲۰۲۱م کال لومړی ټيويټ کې کړې ده موخه يې دانه ده چه په دغه ډول خپلو جنګياليو ته مرال ورکړی، بلکې په غيرمستقيم ډول خپلو نړيواله متحدينو او  هغو هيوادوالو ته دطالبانو له لوری ددوحې تړون ته دژمنتيا ډاډ ورکوي، چه افغانستان کې دخپلو عسکرو په پاته کيدو لاهم ټينګار او طالبانو سره په مذاکراتو تنقيد کوي.  تيرکال دوحه کې طالبانو او امريکايي لوری دسولې تړون لاسليک کړ چه يوه له مادو يې داوه چه( طالبان به په امريکايي سرتيرو بريد نکوی، بدل کې به يې ديوه کال موده کې امريکايي سرتيری له افغانستان نظامی ځواک باس) 
بل طرف له داډول اظهاراتو څرګنديږي  چه امريکا دولسمشرانو په تغيرو تبديل کې هم بهرنۍ تګلاره نه بدلوی داسې  چه دافغانستان دسولې بهير به همهاغسې ډول  په مخ ځی لکه څنګه چه د ډونالد ټرمپ، په جمهوری دوره کې مهالويش جوړ شوی دی. 
ويل کيږی ددوحې په تفاهم ليک طالبانو ته ډير برلاسی ورکړل شوی دي. 
داشرف غنی په مشرۍ حکومت يې هم يو له منتقدينو څخه دی استدلال کوی چه څنډې ته پاته ده 
تړون کې په څه نورو صفاتو سربيره دامارت اسلامی نوم ذکر شوی دی  ځکه نو طالبان موجوده حکومت په رسميت نه پيژنی او نه هم دمخامخ خبرو او د حکومت ترعنوان لاندې سولې ته ورسره حاضر دی. 
دطالبانو دغه ډول دريځ ګڼه حکومت پلوه سياسيون او تحليګر په خشم راوستلی دی، په طالبانو کورنۍ جګړې ته دلمن وهلو په تور ملامت ګڼی وايي: جګړه يې تقدس نلری 
خو طالبان بيا جګړه دبهرنی اشغال ضد جهاد تداوم نوموی افغان حکومت ته دلاسپوڅی رژيم صفت کاروی.

+ لیکل شوی په  یکشنبه چهاردهم دی ۱۳۹۹ساعت 10:36  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |