دخبريالانو هدفی وژل او تهديد
دخبريالانو هدفي وژل او دملاتړ ټولنو ترڅنګ يې په حکومت دامنيت دنه ټينګښت نيوکه
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
دکال لومړۍ انځور او تلويزيوني بحث مو داځل دژورنالزم دبې پرې کورنۍ ديوه غړی بسم الله عادل (ايماق) دشهادت په وير نشر کړ.
بحث دکابل نيوز په نوښت او ښاغلی شاکر، په کوربه توب نن ماښام وو
زما ترڅنګ يې دژورنالستانو دخونديتوب دټولنې مشر
صديق الله توحيدی، صاحب ميلمه وو
په لړ کې يې ياده شوه؛ چه تيرو دوه مياشتو کې ۷ خبريالان ناڅرګندو وسله والو په هدفی ډول وژلی دی چه قاتلان او عوامل يې ښکاره نه دی
دراپورونو په بنياد دهيواد په کچه تيرو ۱۹ کلونو کې ۱۰۳ تنه خبريالان وژل شوی دی چه ۱۶ يې بهرنيان دی او په ۶۰ رسنيو بريدونه شوی دی.
سلګونه خبريالان تهديد، وهل شوی دی ګڼه مهاجرت يا ددندې پريښودو ته اړ شوی دی چه عمده عوامل يې مرګونی ګواښونه وو.
بحث کې ښکاره شوه چه حکومت د ډيری پيښو مسؤل طالبان بولی خو توحيدی، وويل چه په څرګنده طالبانو پيښو کې لاس لرل رد کړی دی.
مجلس کې دحکومت کوم مامور نوه خو خوبريالانو ته دامنيت نه راوستو، کشفی اوامنيتی ادارو باندې دکمزورۍ نيوکې وشوې
وويل شوه چه دهيڅ قضيې علت او عامل دنيولو او جزياتو په اړه عدلي ارګانونو دواقعاتو په څيړنه کې دخبريالانو کورنۍ ته قناعت بخش معلومات نه دی ورکړي.
دلته دحکومت ترڅنګ په کابل کې دخبريالانوپه نوم جوړشوی نهادونه هم ناکاره وګنل شوه، چه يواځې دخبريال دمرګ په مهال پروژه يي چيغې وهی او دژوندپه مهال يې تهديد بابيزه بولی دمسونيت لپاره هيڅ کار نکوی.
دمثال په توګه دغورولايت دوژل شوی خبريال بسم الله ايماق، قضيه ښکاره ثبوت دی چه تر وژنې څلور ورځې دمخه يې په فسبوک پاڼه دژور تهديد خبر او دامنيت هيله کړې وه.
توحيدی، يې موضوع تاييد کړه ويويل دعاديل، په شمول يې ګڼه نور خبريالان له لوديځو ولاياتو مرکز کابل ته راوستی بسم الله عادل، دکورنۍ ستونځو په خاطر په داوروستيو کې غور ته ستون، هلته د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ ورځ ووژل شو
هغه وايي باقی نور لاهم کابل کې خوندی ساتل کيږي
وروستۍ دبحث نتيجه بندی داشوه، چه دخبريالانو لپاره بايد کاری مسونيت پيدا شی لکه دنورو مامورينو په څير د وظيفوی تظمين دکار دحقوقو په اساس ورته برابر شي.
نداچه لنډمهاله قرارداد په ډول دنده چه درسنۍ په واک کې وي.
اوس مهال افغان خبريالان ډير يې لنډمهاله تړون لری چه د دندې کاری تضمين يې نوی
دبيان ازادی او رسنيو پرمختګ دافغان حکومت يو له شل کلنو لاسته راوړنو حسابيږی چه په داوروستيوکې دهدفي وژنو په ترڅ کې يې بنسټ دتزلزل په حال کې ده.
ځکه نو خبريالان له حکومت، نړيواله ټولنې او حقوق بشر ادارو څخه دکاری خونديتوب هيله لری. چه په دغه برخه کې دامريکامتحده ايالات او نور بشرپاله هيوادونه دمرستې او خواخوږۍ غږ کوی
شرف الدين ستانکزی