«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

تعصب ته نه ووايي

افغانان تعصب نه لری 
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی 
که افغانی ټولنه په خاص ډول پښتون ټبر مجالسو کې څوک ناست ياکينی، هيڅ مجلس به ونه ګورۍ چه دفرشته کهستانی، په وژنه وير نوی پکې شوی.
 چه داکړنه يې له تعصب دلرې والی يو موټی افغانی ټولنې دجوړښت څرګند ثبوت دی. 
ممکن په عامو مجالسو ځينې دوستان راسره دنظرخلاف ولری  خو په سوشيل مډياکې يې دغمرازی انګازې نړيوال په ساندو راوستل.  چه شواهد يې لا اوس هم جوت دی. 
له دغو شواهدو هويدا دی  چه پښتان دافغان ټولنې هر کمکۍ او لویه قبيله دخپل وجود برخه ګڼی. درد يې دځان او خوښی يې شريکه بولی. 
په طبيعی ډول يې نيوکې، وړانديزونه اوکړه وړه دکورنۍ دغړيو په څير زغمی. 
نو بې ځايه به نوی چه داغلې فرشته کهستانی په اړه ووايم په دسربيره، چه ښه خوی، دينداره خصلت او با حجابه اجتماعی کردار څخه برخمنه وه خو له بده مرغه ګڼه ويناوو کې په ښکاره اقرار افغانيت څخه منکر او ځانګړی قبيلې ته په وفدارۍ دپښتون خلاف ژبه کاروله 
هغه څه چه دملی ګټو تضاد عمل ياد شوی دی.  چه متن سره جوخت انځور يې همداسې يوې ويډيو څخه کاپی شوی دی. 
ولې داغلې افغانی څرګندونو په مکرر فعل سربيره. په غبرګون کې يې افغان قلموالو نه دهغې( فرشته) د ژوند په مهال  عکسلعمل وښوده ځکه افغانی کلتور کې دښځې مقام ته درنښت شته او نه يې تر وژنې وروسته په اړوند منفي غبرګون وښوده 
خو برعکس مرحومې فرشته، ته چه په داوروستيو کې په ناځوانمردانه بريد کې ووژل شوه،  دجنت دعا کورنۍ ته يې ژوره خواخوږی او په قاتلينو لعنت وايي.

+ لیکل شوی په  دوشنبه هشتم دی ۱۳۹۹ساعت 10:41  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |