دپاکستان نوې لوبه خطرناکه ښکاری
پاکستان سره به دطالبانو ديارنې ښکاره کيدل، خطرناکه پيلامه وی
ليکونکی :شرف الدين ستانکزی
تيره څلور لسيزه کې افغان جهاديان او پاکستان يو له بل سره همغږی ملګری وو او دی.
ځکه نو ګډ کار يې دخپل تاريخی ژوند وياړ ګڼی نه پيغور.
داخبره ترمجاهدينو وروسته طالبانو باندې هله صدق وکړ چه ملابرادر او ورسره پلاوی ددوحې دمرکچی پلاوی په ملتيا درخصتی په مهال پاکستان ته ستون او هغه هيواد سره يې دهمغږۍ په شتون اعتراف وکړ.
افغان حکومت په پاکستان لا پخوا طالبانوبانو سره دنظامی مرستی اتهامات لګولی وو خو پنجاب په کلکه ردول.
يولامل يې ښايي داوو چه طاليان په نړيوال تورلست کې شموليت سره امريکا نړيواله ترهګره ډله بلله.
خو اوس چه امريکا طالبانوسره دسولې پريکړه لاسليک کړ پاکستان خپل اصل ته په راګرځيدو دافغان حکومت خلاف کرکې ښکاره کولو دريځ خپلول، په تدريج روښانه کوی. چه اسلام اباد ته دطالب پلاوی رسمی تګ او دميشت ځايونو اعتراف يې دتازه لوبې سرفلمی ګڼلی شوو.
يوشمير شنونکی دپاکستان او طالبانو يارانې څخه دپردې پورته کول دافغان حکومت په وړاندې تر ټولو خطرناکه لوبه بولی استدلال کوی اوس چه طالبان په نړيوال ستيج کې له ترهګرې ډلې ديوه سياسی غورځنګ صفت خپلوی، دپاکستان دملګرتيا په صورت کې به په نړيواله کچه لابی کولوسره مشروعيت خپل کړی.
دوی وايي دپخوانی شوروی په وړاندې پاکستان په ښکاره دمجاهدينو ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چه دوخت شوروی حکومت دموجوده امريکا له حکومته په څو واره ځواکمن وو او تهديد يې هم مستقيم پاکستان ته متوجه وو.
په دسربيره چه دنظامی مرستو په بهير کې يې دافغانستان ټول تاسيسات تخريب، نظام ړنګ او ښارونه په مخروبه تبديل شوه خو په بدل کې يې نه يواځې ګڼه اذهانو کې دپاکستان خلاف احساسات راپورته نه شوه اما دافغان مجاهدينو مشران يې لاهم دمرستو ممنون دی.
خو تر د دمخه يې دخپلو ګټو دخونديتوب او امريکا له وهمه چوپتيا غوره کړې وه، جه دطالبانو او پاکستان ديارانې ترافشا وروسته به له شک پرته دير جهادی مشران هم خپل اصل ته راوګرځی.
داچه پاکستان او امريکا ژورې تاريخی ريښې سره لری نو احتمال شته چه طالبانو سره دملګرتيا په ښکاره کولو به سيمه يزه سيسی تغيرات راوړی داسې چه دافغان حکومت په وړاندې به دجګړې ښکاره جبهه پرانيزی.
نو که په داسې وخت کې افغان حکومت په کورديننه وحدت کې بريالی نشی، جوته ده چه دير ژر به يې لکه دشوروی پلوه پخوانی حکومت په څير پښې ولړزيږي چه پايله به يې ديوه پاکستانی پلوه حکومت جوړښت غواړي دکوم څه ارمان چه پاکستان له خپل جغرافيايي جوړښت له پيله سر کې لری ځکه انډيا سره په دښمنۍ کې داسې کړنه دپاکستان لپاره حياتی ګنل کيږی.
شرف الدين ستانکزی.