«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دنيمروز او غزنی زړه بوږنونکي خبروته

دنن ورځې دوه زړه بوږنونکی خبرونه 
ليکونکی : شرف الدين ستانکزی 

متن سره جوخت د وژل شويو ماشومانو داجسادو يوانځور دغزنی ولايت اړوند دی چه دقربانۍ لامل يې حکومت په طالبانو، خو طالبان يې د ناچودې مرمۍ انفجارګڼی. ذبح الله مجاهد په تويتر کې دتسليت په ويلو ليکلی دی(د غزني ګیلان ولسوالۍ اغوجان سیمه کې د ناچاودې سرګلولې دانفجار له امله چې ماشومانو خرڅوله، ۱۲ تنه ماشومان شهیدان او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
‏اسلامي امارت په دې پیښه ژوره خواشیني ښیي.
‏دشهیدانو کورنیو ته تسلیت وایي او په راتلونکي کې دناچاودو توکو څخه د لرې ګرځیدو توصیه کوي)
خو دکورنيو چارو وزارت بياتور پورې کوی چه ګواکې سيمه يزه طالبانو دقران شريف په حافظانو مين چاوندنه کړې ده. 
(د قرانکریم په ختم کې چاودنه
نن شاوخوا ۲ بجې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د اغوجان سیمې اړوند په یوه استوګنیز کور کې چې د قران شریف ختم روان و، له چاودېدونکو توکو ډک زرنج چاودلی. په خواشینۍ سره زموږ ۱۵ تنه ملکیان شهیدان شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي. 
بشپړ جزییات وروسته )دويلو ده چه دغه ادعاخپلواکه سرچينو لا نده تاييد کړې. 
دغه راز دکورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين، ديوه بل خبر په بنياد په طالبانو تور پورې کړي چه نيمروز کې يې پوخ سړک اړولی دی(‏⁧‫طالبانو د دلارام-نیمروز سړک ځینې برخې ویجاړې کړې. یاد سړک د هرات-کابل لویه لاره نښلوله. ترهګرو طالبانو د افغانانو د وژنې سربېره، عامه تاسیسات هم په بمونو الوزولي. بلخوا زړور امنیتي ځواکونه بیا هڅه کوي څو ویجاړۍ ورغوي) په دسربيره چه سيمه کې په طالبانو دارزګان، هلمند او بادغيس ولاياتو په شمول ګڼه  نورځايونو کې دسړک دورانۍ داسې تورونه پخواهم پورې شوی دی  خو وياندويانو يې داسې خبرونه دحکومت پلوه رسنيو تبليغات بللی دي.

+ لیکل شوی په  جمعه بیست و هشتم آذر ۱۳۹۹ساعت 21:44  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |