«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

سوله او ۲۰ ورځنۍ رخصتي

يو حګومت دسولې په تړاو دوه دريځه.
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
 د سولې دعالی شورا دريس ډاکتر عبدالله، داخبره چه په کورديننه دمذاکراتو په پلمه بايد طالبانو سره د خبرو مهالويش کې ځنډ  رانشی،  دارګ دمسؤلينو هغه وړانديز سره په تناقض کې دی چه وايي :دخبرو دريمه مرحله بايد افغانستان کې وشی.
دعبدالله داډول دريځ هم دنوموړی سولې ته دخلوص او هم دخيليلزاد هغې خبرې ته ورته ده چه تازه يې وويل: دسولې دتداوم لپاره هيڅ حيله دمنلو وړ ندی. اوسمهال دسولې دمذاکراتو دواړه ټيمونه په تګلاره سره موافق شوی دی خو ددريم پړاو دبرمختګ دپيل په نيت يې ۲۰ ورځنۍ رخصتی پيل کړې ده چه دحکومت پلاوی کابل خو دطالبانو پلاوی اسلام اباد ته په رسمی سفر تللی دی.
شنونکی پاکستان ته دطالبانو سفر باندې په دوی دهغوی داغيزې نيوکه کوي خو خپله طالبانو ويلی سفر يې دمهاجرو او سوداګرو دستونځو دسمون په هدف کړی دی. 
داسې انګيرنې هم شته چه پاکستان هڅه کوي چه دسولې دلاښه ټينګښت او خپل اغيز دساتلو په خاطر پخوانی مجاهدين چه اوس يې يوځاي ناستی عبدالله دی طالبانو سره همغاړه کړی څو په موجوده حکومت يې ديوه فشار په ډول وکاروی. 
شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و ششم آذر ۱۳۹۹ساعت 18:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |