غونډه کی دهرات دبیلابیلوولسوالیوکوچان اویاهم دهغوی استازی حاضروه په یوه خوله یی وویل له تیروپه تجربه دولس مشری خلاهیواددستونځوپه لوربیایی ځکه نودوی دستری محکمی ددی پریکړی عملی کول وغوښته چه له مخی جمهورریس حامدکرزی ته دجوزاله میاشتی مخ په هاخوادټولټاکنوترمهاله په دنده دپاته کیدوواک ورکړی.هرات کی دکوچانوداداری مشرمحمدعارف اسحاقزی وویل غونډه ددوی داداری په ابتکاررابلل شوی مګرپه نظرونه په ازاده پکی واورول شوه ډیریی په یوه خبره سره سلاوه.افغانستان کی دکرزی په مشری دجمهوری ریاست دوره دجوزاپه میاشت کی دقانون په اساس پوره کیږی خوله دی امله چه دقدرت خلارامنځ ته نشی دافغانستان ستری محکمی ولس مشرته واک ورکړچه دټولټاکنوتروروستی موقع ۲۹داسدپوری په واک کی پاته شی خودحکومت سیاسی مخالفین بیاددغی پریکړی سره ناخوښه دی
+ لیکل شوی په پنجشنبه بیستم فروردین ۱۳۸۸ساعت 17:6  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|