کويد ۱۹
(کروناجدی ونيسۍ خو وهمی نه)
ازمون دی چه لاسونه مو لرې، خو زړونه دوستانو ته لنډوی 
ليکنه: شرف الدين ستانکزی  
د۲۲ ورځو په تداوم اوس دخدایﷻ رحم دی دبهبودۍ احساس کوم، سړه تبه، دستونی درد، دحواسو  بې احساسی، دعضلاتو درد... ټول هغه رنځونه مې يو په بل پسې سفری کړل چه دکرونا اوبا له کبله يوه تن کې ظاهريږی. 
ځکه نو اوس دپوره روغتيا له کبله دخدای شکر اداکوم او له هغه ستر الاهی نعمت څخه برخمن يم چه له مخې يې خپل حضور ددوستاتو منځ کې کتلی شم. 
که څه هم دکويد۱۹ څخه دځان اوبل مسلمان او ټوله کې دانسان دخونديتوب په نيت حساس د لنډمهال لپاره دشک په صورت کې له ټولنې ګوښی کيدو سره کرونا جدی ونيسۍ مګر وهم څخه ځان وژغورۍ تر کومه بريده چه ما تجربه کړه ډيره ساده ناروغی ده، اسانه تيريږی خو په شرط چه دډاکټرسپارښتنې په پام کې لرلو سره ګرم مايعات استعمال او خپل سره دواګانو خوړلو څخه ډډه وکړل شی. 
سل يې په يوه تمامه چې په دغه اوبا دمصاب کيدو په صورت کې بې احتياطی ونشی په بشپړه عقيده دهغو يو شمير علما ياصوفيانو خبرې سره موافق يم، چه داهغه الاهی ابتلا ده، چه په کفارو به سخت عزاب  خو په مسلمانانو به ديوې تبې په څير تيره شی.
دغه راز دناروغۍ شدت ته په کتو يې که کوم مسلمان دجانبی ناروغيو له کبله ترې مری نو مرګ يې ترشهادت څخه کم نشو ګڼلی. په ختم کې بيا دخدایﷻ شکر باسم چه له دغه رنځه يې ورغولم په عينی حال کې مې داحس کړله چه مونږ څومره کمزوری مخلوق يو، ځکه نو په همدغه اصل هغه يو شمير دوستان چه زما د سهوې يا خودخواهی له کبله  رانه ناخوښه يا ځينې نور چه تير ژوند کې يې زه په کوم څه ناراحته کړی وم،  دمرګ په يادښت په داسې حال کې چه لاسونه مو سره لرې خو زړونه سره نرم او په بښنې سره راضی کړو. 
تر ټولو لامهمه داده چه دکرونا په موجوديت کې دمال او دارايي په شتو سربيره مو يقين شو چه ژغورونکی يواځې او يواځې خدایﷻ دی  نور هرڅه پاته کيدونکی او زيان اور دی.  قار ربﷻ دژوند يواځنۍ تګيه ګا ده. 
شرف الدين ستانکزی