افغان وژنه
دامريکا په سکرمينټو کې دافغانانو دمرګ ژوبلې تازه جزيات
راپور: شرف الدين ستانکزی
پوليس وايي دسکرمنټو پيښه کې دبريدګر په شمول ټواټال ۲ کسه مړه او دوه هم نور ټپيان دی، په ټپيانو مې ديوه روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
واقعه تيره ورځ شنبې دسهار په ۱۰بجومهال رامنځته شوه چه يو تن له وسلې سره دافغانانو اړوند شرقه، نومی حلال مارکټ ته داخل شوو او په پيريدونکو يې ډزې وکړلې له سيمې عينی شاهدان دموضوع تاييد کوی وايي وژل شوی تن د( ح )عمرخيل، په نوم دي، ښځه او ماشومان هم لری.
دسيمې مطبوعاتو يې دپوليسو په حواله خبرونه خپاره کړی دي وايي چه :لايې هم دبريد انګيزه ندی ښکاره او نه يې هم تروريستی نوم ورکړی دی. خو دامهال په دپلټنه کوی چه بريدګر ځان وژنه کړې ده؟ که وژل شوی. دي.
پوليسو لا د حمله کونکی هويت نده ښکاره کړی مګر ځايي خلک پرته له د چه نوم يې واخلی وايي افغان دی او وژل شوی اودټپيان هم ټول افغانان دی سکرمنټو دامريکا کلفورنيا ايالت اړوند د يوه کمکی ښارګوټی نوم دي چه وخت ناوخت دداسې زړه بوږنونکو پيښو راپورونه ترې خپريږي مګر دافغانانو ټولنې اړوند يې نوې پيښه يادولی شو چه لا يې دليل نده څرګند.
شرف الدين ستانکزي.