«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

                          شندندله اوني وروسته٧-٦-١٣٨٧هجش

شندندله يوي اوني وروسته.دادي هغه راپورسرليک دي چه دازادي راډيوخبريال شرف الدين ستانکزي دعزيزابادبمباري ځپلي کلي نه په کتنه ترتيب کړي دي.

 

دنوابادړنگ شوي کلي کي تريوي اوني وروسته سوکه سوکه سيمه ايزخلک دژوندعادي حالت ته راګرځي ګڼه خلکوبيلونه کولنګونه راخيستي دبمباري له امله خاوروخځلولاندي پټ لوښي رابرسيره کوي اوياهم دخپلي وراني خوني دبيارغوني هڅه کوي.

دغه کلي دشندندعزيزابادښارکي دهرات قندهارسړک په غاړه ودان وه اونواباد(يانوي وداني )بللکيده له نن نه وه شپي دمخه دپنجشنبي په شپه په داسي حال کي چه دکوم کليوال دمړيني دجمعه ګي  دخيرات ختم ته خلک راټول شوي وه سختي بمباريي لسګونه کسان ووژل خواوس دپخواني دودبرخلاف دغه کلي کي دجمعه ګي نغري نه روغ پاته دي اونه هم کوم تنورباندي دخيرات کټوچابارکړي ليکن دکورني ګڼه غړيويي دماښام ډيوه په قبرونو روښانوله.

ډله دله ښځي اوماشومان په هديره ورمات وه چاه دځوان کوژدني زوي دکوژدي ګول دهغه په قبرکيښوده اوچاسره هم دشمع ترڅنګ دوژل شويوماشومانودلوبوميراث سامان ښکاريده په زوره زوره يي چغي وهلي اودخداي له درباره يي دظالم خونه خرابه غوښته.

دغوميرمنودخپلواولادونوپه يادداسي بدي ورځي کولي چه مايي  په وړاندي دخبروکولوياغږاخستوجرئت له لاسه ورکړ.

مګرپه خواکي ولاړوسړيويي جمهوررئس نه په ګلودپيښي دعاملينومجازات غوښته .

شندندکي تيره يوه مياشت کي دادريم پلاده چه ملکي وګړي په ورته بيرحمي له منځه ځي تردغي پيښي يواځي ٢٨ورځي دمخه زيرکوپه کلي کي ددوه قومي مشرانوارباب دولت وحاجي نصرالله خان اوددوي ددوه زمنوترڅنگ ١٥)کسه نورهم په ورته ناتارووژل شوه

هغه اوددي دواړه پيښو قربانيان دخلکوله هرڅومره شکايت سره سره دولتي ځواکونوطالبان وبلل خوپه دغه پيښه لکه چي دخلکوحوسله نوره تمامه وي په لاريون واټونوته راووتل ازادي راډيوته يي وويل ترهغوبه خپل شهيدان خاورته ونه سپاري څويودولتي پلاوي پيښه په خپلوسترګوونه ګوري.

په همداسي کولوسره ځايي امنيتي مامرينوهم ژبه واړوله اوجمهوررئيس دافغانستان دحج اواوقافووزيرپه مشري يوپلاوشندندته وليږه  دهيئت يوه غړي محمداقبال صافي ازادي راډيوته وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي وبلل.

زياته يي کړه دنوي٩٠ کسانوجسدونه يي په خپلوسترګوکتلي له دغه منځه يي ١٥)تنه ښځي اوپنځه لس ځوانان نوروژل شوي وګړي ټول ماشومان وګڼل.

دصافي څرګندونوچه دلومړي ځل لپاره دازادي راډيوله لاري نشرشوي هيوادکي ديننه اوبهر دبيلابيلوحکومتونواوبشري ټولنوغبرګونونه راوپارول په امريکايي ځواکونوهرچا ددغه کارله امله بدوويل اوجمهوررئيس حامدکرزي نه يي دعاملينودمجازات وغوښته دامريکاځانګړوځواکونود پيښي دتحقيق ترڅنګ وويل دوي عمليات دملي اوردوقوماندي لاندي ترسره کړي دي

ځکه نوداولس مشرپه حکم دغرب زون ٢٠٧ضفرقول اوردو اودکوماندوقوماندانان له دندي ګوښي شوه .مګردقولي اوردوګوښه شوي قوماندان جنرال جلندرشه بهنام دده په وړاندي تورونه بي اساسه وبلل

زياته يي کړه امريکايي ځواکونود عمليات پلان نه وه ورسره شريک کړي اونه هم دغه سيمه کي دعملياتوضرورت ليدل کيده

دشندندپيښه دومره زړه بوږنونکي وه چه آن طالبانوهغه څوک چه تل دملکي وګړودځوروني تورونه پي شته خوابدي رابرسيره کړه قاري محمديوسف احمدي په ټلفون سره ازادي راډيوسره په تماس حامدکرزي نه ددغي پيښي عاملين محکمه کول وغوښته

په هرصورت دشندندنوبادکلي کي داسي کورهم وه چه له سره يي څوک ژوندي نوه پاتي ٢٠)کورونه يومخ له ځمکي سره برابروه هيڅ انسان دغه سيمه نه په کتنه اوښکي نه شي ټينګولي اوخبرخويي لادملګروملتونودمامورينوترڅنګ دجمهوررئيس په شونډوهم دڅق څق کلمه جاري کړه

 پوښتنه دادي چه زمونږتشه خوابدي هغوته څه ورکوي؟

 دنظرخاوندان وايي خوابدي خوابدي اوبيابيامحکومول دشندنددخلکواوښکي اوويني نشي وچولي بلکي دورته عمل بيانه تکراراودخوني ابادول ددغوخلکوپه حکومت پوردي

 ديادولووړدي چه دغه کلي هلکان اوس دلوبولپاره په ډمبر(سړک)نه ليدل کيږي دلته دښونځي خوني له زده کونکوتشي دي داځکه چه تنکي ماشومان هم دخپلو١٥)تنه ټولګيوالوپه مړينه غمجن دي دنوابادمکتب ښونکودخپلوپنځلس شاګردانومړينه ومنله.

                                شرف الدين: ستانکزي رپوټ٨-٦-١٣٨٧

دافغانستان غرب اوشمال غرب ولاياتوتازه امنيتي پيشي شرف الدين ستانکزي تعقيب کړي راپوراکوي.

دنيمروزولايت امنيه چاروقوماندان محمدايوب بدخشي دخاشروداولسوالي يوه امنيتي پوسته باندي تيره شپه دوسله والوطالبانودبريدحال ورکړوويل طالبانوله څوساعته جکړي وروسته ماته وخوړه اويوعربي طبعه وژل شوي.

قاري يوسف احمدي دطالبانووياندبيادغلته دحسن دامنيتي پوستي دسقوط ادعاوکړه.

همدارازدفراه ولايت پشت روداولسوالي باندي عيني شاهدانوپه يوه دولتي کاروان دبريدوويل.

په سيمه کي امنيتي مامرينوسره په تماس بريالي نشوم خودامنيه چاروقوماندان جنرال خليل الله رحماني چه کابل ته په کوم کاري سفرتللي وه له پيښي بيخبري وښوله

ديوه بل خبرپه اساس دفارياب ولايت قيساراولسوالي دواب سيمه  کي هم دطالبانويووسيع بريدپه شا وتمباوه دقيساراولسوال طارق وويل جګړي ٤ساعته دوام وکړپه نتيجه کي يوطالب مړاودري تنه نادرکه شوه.خودطالبانويوه سيمه ايزه قوماندان بياددوه پوستودنيوني دري پوليسودوژني اويوشميردزخمي کيدووويل.مګردغه ادعايي دولتي مامورين نه مني.

               دافغنستان غرب بادغيس  فراه اونيمروزامنيتي پيښي٨-٦-١٣٨٧

بادغيس اوفراه کي درني جګړي شوي چه مرګ ژوبلي سره ملي دي اونيمروزکي امنيتي ځواکونوڅلورتنه وسله وال نيولي ......

دفراه والي روح الامين په ټلفون سره دبالابولوک اولسوالي کي ديوايس پي اي شخصي امنيتي  کمپني اکمالاتي موټريزه کاروان باندي دبريدحال ورکړويويل حمله کونکوته درنه مرګ ژوبله واوښته

جګړه دقيقاًدجمعي سهارپيل له پنځه ساعته دوام وروسته دطالبانووياندقاري محمديوسف احمدي وويل دبهرنيي عسکرويوټانګ يي ويجاړاودپنځه داخلي عسکروپه وژنه سربيره يي دوه عسکري موټرهم له منځه ويوړه.

ديوه بل خبرپه اساس دبادغيس ولايت مقراولسوالي کي هم دجمعي په ماسپښين دطالبانويوبريدمات شودبادغيس والي محمداشرف ناصري وويل حمله داسپانيا دولايتي رغوني ټيم (پي ارټي )باندي شوي وه اوطالبانوزيان پکي وليده

خودطالبانويوه سيمه ايزه مشردلته ددوه ټانګونوپه تخريب سربيره د ٦بهرني اوداخلي عسکرووژلو وويل ده له خپل لوري مړينه رد کړه ويل ويل وژل شوي کسان دسيمي ملکي وګړي دي.خودولتي لوري يي خبره نه مني .

هاخوادنيمروزولايت امنيتي چارواکوددغه ولايت چشمه سياسيمه کي دڅلوروسله والودګرفتاري وويل.نيول شوي سړي دطالبانوملګري وبلل زياته يي کړه دعملياتوترڅ کي له کم نه کم ٢٠ کلوترياک اودوه ميله کلاشنکوفوسره ونيول.

                هرات کي دښځوځان سوځوني بيازياتي شوي دي.٩-٦-١٣٨٧

هرات کي دتيرکال په تناسب ديرش فيصده دښځوځان سوځوني پيښي زياتي شوي دښځودچارورئسه يي يولامل دخلکوترمنځ غربت کورني تاوتريخوالي اوجبري ودونه يادي وي امنيتي مامورين څه وايي دابه دشرفيار په يوه تفصيلي راپورکي واوري.

دهرات دسوختګي دروغتون سرپرست ډاکټرمحمدعارف جلالي وايي سږکال دتيرکال په تناسب په سلوکي ديرش فيصده دښځو دځانسوځوني پيښي روغتون سره ډيري ثبت شويدي.

ترجمه

که ارقامو باندي خبري وکړم په خوابدي سره دتيرکال شپږمياشتوپه پرتله دانيم کال کي ديرش فيصده دښځودځان سوځوني واقعات مونږته ډير راغلي دي.

ډاکټردمراجعينوټول رقم ونه ويل خوزياته يي کړه ٣٩يرش پيښي دځان سوځوني دوي دزياتي سوختګي له امله ونه شوي ژغورلي

داکټر:هغه ناروغان چه روغتون ته راغلي ٣٩يي تيرو کي له منځه لاړل.

هرات کي دښځوترمنځ ځان سوځونه لس کلونوراهيسي دودشوه کورنيوکي تاوترخوالي جبري ودونه اوغربت يي لوي لاملونه پيژندل شوي.

ددغه ولايت دښځوچارورئيسه سيماشيرمحمدي له دي سره سره چه تيروکلونوکي دخپلوتبليغاتوله کبله دسوختګي دټيټوالي وايي ومنله چه داکال داستونځه بيامخ په زياتيدودي ولي؟ سيمابه ووايي...اولسواليوکي ناامني اوکورنيوکي تاوتريخوالي دښځودځان سوځوني دزياتي لامل شوه ځکه زمونږدعامه پوهاوني ډلي په اسانه کليوته سفرنشي کولي.

سيماپه ډيري سيموکي په ښځودجنسي تيري اودنجونوپلورل يوه بل علت وبال چه ددغي غميزي لامل جوړيږي.

تراوسه چه دغه ولايت کي کوموښځوځانونوته اورلګولي عمرونه يي له ديرش کلني بياتر١٧کلونوپري وي.

دټول افغانستان په کچه هرات يوولايت دي چه دنړيواله ټولني له خوادسوځوني دروغتيا ځانګړي روغتون لري

 کومي ښځي چه له پيښي ور وسته ژوندي پاته شي دخيره موئسيسوتربشپړي پاملرني لاندي وي که وغواړي بيلا بيلي بوختياوي يي ورته برابري کړي شوي .

په همدغه لړکي دښځورياست يوه روزنيزه مرکزته ورغلم دلته لسګونه داسي ښځي دلاسي صنائعوپه دنده مشغولي وي. خومايي شل کلني راضيي نه دخبرواجازه واخيسته دغي پيغلي دکورنيوستونځوله کبله تيرکال ځان ته اورلګولي وه ،اوس يي هم په تن ژورټپونه اوبدرنګي ښکاريده په کړي عمل پښيمانه وه ويويل.....هوکي سخته پيښمانه يم. راضي په خجالت اميزه ډول زماخبري په نه هوځوابولي نوروپيغلونه يي هيله وکړه څوداسي ناوړه عمل ته لاس وانه چوي.

دپيښي يوعلت لري پرتواولسواليولکه فارسي اوکشک کهنه اولسواليوکي ناامني ياده شوه.

خودهرات امنيه قومانداني  وياندسمونوال نورخان نيکزادوويل که دخيره موئسيسوتبليغاتي ډلي هري اولسوالي ته دتلونيت لري زمينه به ورته برابره کړي.....که کومه ستونځه اولسواليومنجمله کشک کهنه اوفارسي کي موجودوي زمونږپولس تياردي څوعامه پوهاوي کي مرسته ورسره وکړي.

دډآکټرانووينادي چه دځان سوځونکومريِضانوله منځه لږشميريي دژوندي پاته کيدوچانس لري ځکه له لري پرتوسيموپه خپل وخت روغتون ته نه رسيږي.

دوي يوشميرکورنيوته توصيه کوي څوداډول پيښي ناروغان ژرلنډکلنيک ياډاکټرته ښکاره کړي.

                       هرات دميوه داره زړيوکلکسون.١٠-٦-١٣٨٧

داوروپادمرستندويه ټولني په لګښت هرات کي دميوه داره بوټويوڅيړنيزه مرکز او دزړيو(تخمونو)يوکلکسون جوړکړي مصارف يي دونيم مليونه ډالره يادشوي اوورته پروګرام دافغانستان بيلابيلوولاياتوکي لري.....راپور

دبڼوالي دپراختياپروژه دهرات ګزره اولسوالي اوردوخان فارم کي دکرني وزارت مامورينوپه حضورپرانستل شوه.ددغي پروژي دلويديځ زون مشرمحب الرحمن خادمي وايي له دغه اقدام نه يي دټول افغانستان په کچه دبيلابيلوميوتخمونه پيژندل جمعاوري اوجوازورکول موخه ده...دبلابيلوميودزړيو پيژندل ګلوي ټولول افغانستان کي زمونږهدف مونږتصيم نيول چه دهرات شبتالوالواوانګورپه خپل کيفيت اومعيارسره دميوي نړيواله مارکټونوته وروپيژنو

دي وايي دپروژي دونيم مليونه لګښت يي داوروپاخيريه ټولني په غاړه دي اودهيوادشپږزونونوکي کي يي ورته څيړنيزه مرکزونه جوړکړي دي ټول افغانستان کي څه دپاسه ١٢مليونه ډالره لګښت لري دانګلستان يوطبعه ددغي پروژي رئيس وه نوم يي گريک کارلين راوښودزياته يي کړه څلورکلونوراهيسي په دغه دنده افغانستان کي بوخت دي....

دي وايي دانګستان هيوادنه څلورکاله راهيسي دافغانستان دکرني اومالداري وزارت چوکاټ کي دميوپه پيژندنه اوتخمونوپه جماوري دخلکودخدمت لپاره بوخت دي تردغه مهاله يي دافغانستان په کچه ٩٤٠بيلا بيل ډولونه دميوزړي پيژندلي له دغه منځه ٢٥٠ډوله يي هرات پوري اړه لري.

ده هرات کي د٤٠)ډوله انګوروشبتالوالوګانواونوروميوډولونه يادکړه چه ډيري هيوادونوکي ساري نه لري.

دکرني مامورينودغه ګام په ځاي وباله زياته يي کړه په دغه ترتيب به له يوي خوادهيوادميوه معرفي اوبل پلوبه بڼوالوسره دهغوي دځمکي اوبواوهوامناسب زړي وپيوندونودانتخاب کومک وکړي.

                                بادغيس کي دملخوبديل غنم١٧-٦-١٣٨٧

دبادغيس ولايت دبيلابيلواولسواليودخلکويوشميراستازوپه والي تورلګولي چه دملخودټولوپه بدل کي ژمنه غنموباندي يي خاشه اچولي والي بياوايي ددوي حق دولت باندي پوردي وربه کړل شي څه وخت؟ دابه دشرف الدين...راپورکي واوري.

دبادغيس ولايت يوشميرکسان چه ځانونه ازادي راډيوته دبيلابيلواولسواليوداستوګنونماينده ګان پيژني وويل دسيمي والي دژمني خلاف غنم نه ورکوي.

دوي ويل سخت خواري اوناچاري سره مخ دي که دولت يي مزدوري ورنه کړي نوله سيمي به دلوږي له امله په کډه بارشي.

دروان کال لومړي مياشت کي دبادغيس ولايت په کروندودملخوله هجوم سره سمدستي حکومت دغنمودويش په ژمنه ددغه عفت دمخنيوي لپاره اولسي وګړوحشروغوښته دهرکيلومړوملخوبدل کي دوه(٧) کلوغنمودورکړي ژمنه ورسره کړي وه.

 خواوس هغوي وايي له دي سره سره چه ناداره دي دولتي اداري يي په حق سترګي پټي کړي دي.

ددوي ستونځه مي دبادغيس والي محمداشرف ناصري ته ورسوله وويل دخلکوشکايات پرځاي دي اودولت يي دپوردورکړي هڅه کوي.

بادغيس دافغانستان لويديځ کي يوله هغوولاياتونه دي چه په سلوکي(٩٠)فيصده وګړي يي دکرني ومالداري په چاروژوندپه مخ بيايي خوداچه تيرژمي يي ګڼه رمي واوري تبااوکروندي يي په ملخوسربيره وچکالي له منځه ويوړي دولتي مامورين وايي اولس کي سخته لوږه اوناداري راغلي ځکه نوهغوي مرکزي اداري نه ترراروان ژمي دمخه دخوراکي موادودليږدهيله کوي کنه نوخداي مکړه ديوه بشري ناورين درامنځته کيدووهم شته.

               بادغيس کي له نه امني اومهاجرت شکايت١١-٦-١٣٨٧

بادغس ولايت بالامرغاب اولسوالي نه يوشميرخلک وايي دجګړوله امله دښتوبدياته له کليووتلي دولتي اداري نه غواړي څودروژي مبارکي په درنښت په طالبانوپسي دلټون عمليات ودروي ستونځه شرف الدين ...دبادغيس والي سره شريکه کړي جزيات به يي راپورکي واوري.

دبادغيس ولايت بالامرغاب اولسوالي يوشميراستوگنوازادي راډيوته وويل يوي مياشتي راهيسي دناامني له امله له اصلي مينوبيلابيلوسيموته کوچيدلي ژونديي سخت له ستونځوسره مخ دي اودولت نه يي هيله کوله څودروژي لپاره دوي ته بيرته کپلوکورونوته دتللوامنيتي زمينه برابره کړي...

دوي له حکومت اوطالبانودواړوطرفونوله بدسلوک نه شکايت لاره ويويل دجګړي په مهال دملکي وګړودامنيت خيال نه ساتي.

ستونځه مي دبادغيس والي محمداشرف ناصري سره گډه کړه ويويل دجګړي اوناامني په مهال داولسي وګړومهاجرتونه له انتظاره لري نه وي.

ناصري ونه ويل چه څومره کورني له اصلي مينوبيځايه شوي خوددغي ستونځي عاملين يي وسله وال طالبان وبلل زياته يي کړه وسله وال طالبان دولتي عسکروسره دجګړي توان نلري ځکه نودملکي وګوړومينځ کي ځان ورکوي اودبالامرغاب دځينيوکورنيو دکډوالي عامل يي هم همدغه وسله واله ډله وبلله

                                 ايران کي د٣٠تنه افغان مهاجرومړينه١٢-٦-١٣٨٧

له ايران نه افغانستان دهغوديرش تنه افغانانومړي ورسيدل چه ييره مياشت کي دغه هيوادته دغيرقانوني مهاجرت دليږدپه مهال يوترافيکي پيښه کي ووژل شوي وه دپيښي مړوه ټپيان هرات کي مامورين ١١٢تنه ښيي مړي هرا ت کي دي اوپه کورنيويي مامورين غږکوي چه دپيژندګلوي لپاره يي ورشي راپور....

دهرات دبهرنيواړرئيس هومايون کامگار ددوشنبي په ورځ افغان کلوپ کي خبري غونډه کي وويل تيره مياشت چه دايران شيرازولايت کي دافغان ناقانونه مهاجرودترافيکي پيښئ مړه وټپيان ١١٢تنه وه دديرش کسومړي او٢٧تنوټپيان هرات ته راوليږدول.دنهه تنومړي يي ترپيژندګلوي ورزوسته کورنيوته ورکړه اودپاته مړيودپيژندګلوي لپاره يي خبري رسنيونه په استفاده په هيوادوالوغږوکړڅودورکوعزيزانودپلټني لپاره يي کتني ته راشي.

هغه چه نه دي پيژندل شوي دستاسودراډيو له لاري کورنيوته وايم څودپيژندل ګلوي لپاره يي دهرات روغتون ته راشي بايدووايم چه دقربانيانوډيري يي دشمالي ولاياتولکه فارياب سرپل سمنګان اودګاونډيوولاياتويي دي.کامګاروويل ټپيانوسره يواين سي ارنًقدي اوددرملني مرسته وکړه اودپنځه ټپيانوحال يي نازک وباله .

که څه هم دهرات دبهرنيواړيکورئيس دپيښي څرنګوالي ترافيکي حادثه وبلله مګرهرات کي يوشميرتحليلګران وايي پيښه قصدي اودافغان مهاجرودمخ نيوي لپاره امنيتي مامورينوپلان کړي وه دوي څومواردتيرکال هم دليل ګرځوي چه دايران سرحدي مامورينوافغان مهاجردهرات اونيمروزسيموکي دوراوښتوپه مهال په ډله ايزه ډول ووژل اوترترنن ورځي يي مړي هم کورنيوته ورنکړه.

همدارازدپارياب ولايت قيساراولسوالي يوه تن چه پيښه کي يي ورورله منځه تتلي وه وويل يوشميرژوندي پاته کسان اوس ايران کي دځايي قچاقبروله خوادوژل شويوکسانودليږددپيسوبدل کي برامته نيولي کامګارپه دغي موضودتحقيق وويل مګردايي بياومنله چه هرنفر قچاقبرود(٥)سوه زره ايراني تمانوبدل کي ليږداوه ده يوځل بياهم دمړيوليږدکي ايران نه مننه وکړه.

ديادولووړدي چه افغانستان کي ناامني غربت اوبيکاري بيلابيلوهيوادونوته دځوانانودليږداوپه ځينومواردوکي دورته زړه بوږنونکوپيښولامل جوړيږي داقتصادي چاروکارپوهان وايي دستونځي دحل يوه لارددولت له خواوګړوته هيوادکي ديننه دمشغولتيابرابرول دي .

                                بادغيس ولايت کي بيارغوني پروژي١٢-٦-١٣٨٧

باد غيس ولايت کي دمعارف برخه کي دوه پروژي اودسړک جوړولويوه پروژه بشپړي اوياهم تازه پيل شوي شرف الدين .....راپورراکوي.

دبدغيس والي محمد اشرف ناصري په ټلفون سره ازادي راډيوته وويل دقلعه نوقادس سړک دبيارغوني کاريي دفوايدعامي وزارت په لګښت پيل کړه اوګڼه خلکوته دکارزمينه پکي برابره شوه.

ناصري وويل دقادس سړک ٣٠)کيلومتره اوږدوالي لري په لومړي پړاوکي به کريړپي واچوي اودوهمه مرحله کي به په پاخه اواساسي ډول جوړشي.

په عيني حال کي دبادغيس ولايت دمعارف رياست تدريسي مرستيال عبدالله مهربان دغه ولايت کي دمعارف رياست دوداني دجوړوني اوديوه دارالعلوم دبنسټ دډبري دکيښودووويل مهربان زياته کړه دمعارف وداني دڅه دپاسه ٦)مليونه افغاني په لګښت دوه پوړه کي په پاخه اوساسي ډول جوړه اوګټي اخيستني ته چمتوشوه .

دمعارف دغه مامورولايت کي دخالدبن وليدپه نوم دديني زده کړوديوه دارلعلوم لپاره دوداني دبنسټ دډبري دکيښودووويل.

دغه وداني ديولکوشل زره امريکايي ډالروپه لګښت دوه جريبه ځمکه کي په پاخه اواساسي ډول جوړيږي اوترجوړوني وروسته به په يوه وخت د(٤٥٠)تنه طالب العلمانودزده کړي ځاي پکي ولري .

داپه داسي حال کي دي چه پخوادغه ولايت کي يوشميرطالبان دمناسب ځاي دنشتوالي له کبله ګاونډيوهيوادونوته زده کړي ته تلل.  

                        مخدره مواد١٢-٦-١٣٨٧

امنيتي مامورين وايي دهرات ر باطسنګي اولسوالي کي يي وسله واله قچاقبروسره ترڅلورساعته جګړي وروسته تر١٧٠ کلومخدره موادزيات نيولي دي شرف الدين.....

دهرات ولايت امنيه چارو قومانداني وياندسمونوال نورخان نيکزادپه يوه خبري غونډه کي وويل تيره شپه تريوي نښتي وروسته ١٧٥کيلوترياک ونيول شوه.

نيککزادوايي تيره شپه دمخدره موادوضداداري پوليسورباطسنګي اولسوالي کي وسله واله قچاقبروسره ترنښتي وروسته١٧٥)کيلوتريااودوه تنه قچاق وړونکي ونيول جګړه کي يوپوليس ټپي اودوه عرادي موټرتخريب شوه

نيکزادوويل روان کال کي يي په دي سربيره يونيم ټون مخدره موادبيلا بيلومواردوکي ١٧)تنه متهموقچاقبروسره نيولي دي

دهغه په ويناددغومواديي ډيرګاوډي هيوادايران ته ليږديدل.

                                        ښځينه پوليسي هرات کي ١٣-٦-١٣٨٧

هرات کي ٢٢تنه ښځينه پوليس دساتلمندي ترروزني وروسته په دنده دريدلي ددوي دزدکړي فراغت پاڼي دکورنيوچارووزيرپه خپل لاس ورکړي غونډي ته دازادي راډيوخبريال شرف الدين ستانکزي ورغلي راپوراکوي.

دافغانستان دکورنيوچارووزيرضراراحمدمقبل دپوليسوليکوکي دښځوشتون اړين وباله ويويل همدغه ټکي ته په توجه دهرات ترڅنګ کابل مزارشريف اوباميانوکي دښځينه پوليسودروزني بيلابل ټولګي لري.

دکورنيوچارو وزيرپوليسي يوه سپيځلي دنده ياده کړه اودهرات دپوليسواکادمي نوي فارغه ٢٢تنه ښځينه پوليسوته په ختاب يي وويل چه دټولني رواغوښتنوپه ځاي کولوسره دخلکوزړونه اوباورخپل کړي. اغلوافسرانوکه غواړي ټولنه کي ځاي ولري خلک مرسته درسره وکړي دهغوي باورخپل کړي له ملي منافعوساتنه اوددښمن دځپلوله پارکاروکړي

مقبل دپوليسوپه زده کړه اومسلکيتوب ټينګاروکړزياته يي کړه دهيوادبيلابيلوزونونوکي دنړيواله ټولني په ملاتړدپوليسودروزني مرکزونه پرانستل شوي دي.

ځکه نودغونډي يوه بل ويناوال دهرات دولايت داجرايه چارورئيس اصيل الدين جامي په خلکوغږ وکړڅوله فرصت نه په استفاده دپوليسوليکوکي شامل دټولني دخدمت اودکورني داعاشي وسيله شي.

دنويوفارغ شويوپوليسوله منځه دسکينه په نوم يوي پيغلي ساتلمندي دنوروپه استازيتوب دکورنيوچارووزيرته ډاډورکړاوپه همځولويي غږوکړڅوددي په شان دپوليسوليکوکي ګډي شي.

هغه وايي که څه هم تراوسه زمونږټولنه دښځينه پوليسوزغم نلري اوپنځوس فيصده وګړي زمونږدخدمت مخالت کوي خوماداټولي ستونځي وخطرونه منلي دټولني خدمت ته ولاړه يم نوري پيغلي هم بايدراشي اوپه دغه ډول دټولني خدمت وکړي.

هرات کي اوس دامنيتي مامورينوپه وينا دښځينه پوليس شميرله پنځوس تنوواوښت که څه هم دانجوني دکورني په خوښه دندي ته حاضري شوي خوبياهم دښځينه پوليسوحضورسره مخالفتونه شته چه دروان کال لومړي مياشت کيي دناڅرګندووسله والوله خوادګزري اولسوالي ديوي پوليسووژنه بيلګه يادولي شو.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه پانزدهم آبان ۱۳۸۷ساعت 10:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |