ناټو او خليلزاد
زلمي خليلزاد تازه بيان کې د ناټو له خبرو ملاتړ ښودلي دي وايي دافعانستان ګټې پکې متمرکزې دي.
ناټو په تازه اعلاميه کې چه ځينې ټکې يې رسنيو نشر کړې دي افغانستان کې د همه شموله حکومت وړانديز کړي دي.
په ناتو کي دامریکا دایمي سفیري داسې اعلانوي:
دناتو 30غړي پرافغان حکومت باندي دهمه شموله حکومت دجوړولو ږغ کوي.اختلافات باید فیصله کړي.
دتشدد کچه دمنلو وړ نده،او دطالبانو حملې دسولي سره مرسته نکوي.
افغانستان هیڅکله سولي ته نن په څېرنژدې سوی نوو.افغانان سوله غواړي
دافعان سولې لپاره دامريکاځانګړي استازي خليلزاد وړاندي ويلي دي
3/4)
د افغانستان پرمختګ یا په جګړې، بې وزلۍ او ناروغۍ کې ایساریدل د دې پورې اړه لري چې خواوې په څه بیړې او په کوم نیت دغو اقداماتو ته ځواب وايي
خليلزاد تويت ته دوام ورکوي او دطالبانو او امريکا په توافقنامه نظر ورکوي.
4/4)
د متحدو ایالتونو- طالبانو توافقنامه افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت برابروي. متحده ایالتونه او متحدین یې، په حقیقت کې نړیواله ټولنه، پر افغان مشرانو غږ کوي چې خپل هیواد او خلکو ته لمړیتوب ورکړي
په افغانستان کې اوس مهال په حکومت کې ديننه عبدالله سره دحکومت په څرنګوالي ناندرۍ او دطالب بنديانو بي شرطه نه ازادۍ هغه دوه ستونځې دي چه دنړيواله متحدينو له دغه منځه دامريکا انديښنې راپارولي دي. افغان حکومت طالبان په شديدو حملو او طالبان بيا حکومت بنديانو سره په ناسم سلوک دسولې دتوافقنامې موادو په سرغړونه تورنوي.
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2844803715568779/?d=n