هرات کی ښارکی دارګ دودانی دبیارغونی کارکابل کی دامریکامتحده ایالاتودسفارت په مالی لګښت عملاپیل شوه طمعه شته چه دروان میلادی کال په وږدوکی به یی کاربشپړاودهرات داطلاعاتوکلتورریس نعمت الله سروری وایی په خپله تاریخی بڼه به ترمیم شی.سروری دخبروپه دوام وویل هرات کی اوس اوس دلرغون پوهانوڅیړنوسره سم ۴۰۰لرغونی ځایونه پیژندل شوی ۳سوه نورځایونه نوروباندی هم کارپوهان تحقیق کوی چه په دغه ډول دغه ولایت ۷سوه لرغونی ځایونه لری چه هریویی رغونی ته اړه لری هیله یی وکړه چه دامریکامتحده ایالاتوله خوابه نورهم ترمیم شی.کابل کی دامریکادسفارت دعامه چاروسلاکاراسکات رالندچه ددهمدغی پروژی په مناست هرات ته راغلی وه وویل هیوادیی دافغانستان بیارغونی ته ژمن ده اودنوروکارونوترڅنګ دلرغونواثاروساتنه هم ددوی یوه موخه ده«دامریکاسفارت دلرغونواثاردترمیم ۳ پروژی پیل کړی دایی افغانستان کی ترټولولویه پروژه ده دطالبانودحکومت ترسقوطه وروسته مونږهرکال دلته یوه دلرغونواثارویاودانیودترمیم پروژی پلی کړی دسفارت په مالی لګښت رغول کیږی دلرغونواثارورغول داسی یوشی ده چه فرهنګونه وګړی اودوه ملته سره یوځای کوی»دهرات ارګ دښارزړه کی دتاریخی روایاتوپه بناداسلام له ظهورنه پخواودان شوی دغه کلادمره اوچته ده چه دښارله هری دروازی یی برجونه سړی ته ښکاری که دغه کلعه دلته دسکندرارګ داختیارالدین قلعه بالاحصار په بیلابیلونومونومشهوره ده دتاریخ بیلابیلوپړاونوکی دوخت حاکامانودیوه نظامی حصارپه ډول کارولی دملکی حمام دجنګی اسونوتبیلی وسله کوټ اودشاهی خزانی پاته شونی یی دتاریخی قدامت ښکاره بیلګی دی چارچاپیردمدافعی خندق اوسخت برجونه سړی ته ښیی چه ډیری لشکرکشی اودښاردمدافعی ډیری جګړی به دتاریخ په وږدوکی په تیری شوی وی ددغی قلعه په اړوندبه دهرات یوه لرغون پوه ولی شاه بهره نه واورودهرات ارګ تیرودری لسیزه جګړوکی ترټولوزیات زیانمن اوس چه بیاررغول کیږی ګڼه ښاریان یی په رغونه خوښ دیهرات کی دلرغونوودانیودترمیم دری پروژی نوری هم امریکامتحده ایالاتوپیل کړی اوداغاخان دکلتوری ټولنی له خوادزاړه ښارسیمه کی هم په خپله بڼه دودانیودترمیم کاروان دی.