Thanksgiving يا دشکرانې ورځ
Thanksgiving
د شکرانې ورځ
تنکسګيوينګ يا دشکرانې ورځ د امريکا، يوه له هغو ورځو څخه ده چه په ملي بڼه تجليل کيږي، رخصتي وي او امريکايان خپلو هغو دوستانو ته چه تر نورو ډير ورته ګران يا احسانمند يې وي، د خوراکي توکو دالۍ وړي او د خوښۍ ورځ ورسره تيروي.
چه معمولا اوس مهال کې موروپلار، خويندې، ورړڼه يا دکورنۍ نور غړي وي.
خو داچه د دغې ورځې پسمنځر څه ده؟ لنډوتکيو کې يې وايم.
دامريکې تاريخي روايات وايي چه کله په اروپا ځانګړي ډول انګليستان کې ولسونه خپل حکومت ظلمو، اقتصادي فشار سره تنګ راغلل نو ګڼه وګړو يې د توان په صورت کې مهاجزت ته مخه کړه
دمهاجرت لامل يې خواري، ظلمونه، سياسي افکار ... وه. خو يو ډله ياقبيله په انګلستان کې دپاچاهي مروج دين سره دمخالفت له کبله امريکا ته راغله.
داقييله pilgrims پيلمګريمز، نوميده د هغه وخت نومبر مياشت د۱۶۲۰ ملادي کې را وکوچيدل او شمال دامريکې چه اوس مسچوست نوميږي ايالت کې ميشت شوه.
دا خلک د سيمې هوا سره په نابلدتيا د ژمي سخت موسم سره مخ شوه، چه نتيجه کې يې نيمايي وګړي يخنۍ ووژل ځکه نو دانساني همدردۍ له مخې سيمه يزه خلکو دوي سره د کور وسايل لکه بړستن، خوراکي مواد او دپخلنځي لوښي شريک کړل. تودې جامې اوبه او ډوډۍ ورکړې او په دغه وسيله يې دپاته مهاجرو ژوند وژغوره له ۱۶۲۰ م کال وروسته اوس په امريکاکې دهر نومبر مياشت ۲۸ سه شنبه دا ورځ ملي رخصتي وي او خلک يې دوستانو سره په خوارکي توکو ډاليو او مجلس تيروي.
نوټ
موضوع مې ځکه ياده شوه چه ماته هم تيره سه شنبې د يوه امريکايي ملګري له طرفه داسې ميلمستياته بلنه راکړل شوې وه خو دا چه دخوړو په حرمت مشکوک وم دنه ورتګ پلمه او بښنه مې وغوښته. خو رواج يې بدراته ښکاره نشو
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2519832568065897?d=n&sfns=mo