«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

د بيابريا په صورت کې به يا شاشجاع ياهم ادوهم احمدشابابا شي

که بيا بريالي شو!
 په د سربيره چه دامرالله صالح په شتون کې دغني صاحب پلويي نه يم، خو په بيايې هم د بريا په صورت کې د هيواد راتلونکې روښانه وينم. هغه په د معني چه غني به وروستۍ دوره کې هغه اشتباهات ترميم کړي چه په تيرو څلور کلونو کې په عمدي يا سهوي ډول ترې وشوه. 
دافعانستان ولسمشر په تيره دوره کې هغه ژمنې تر ډيره بريده پوره نشوي کړي چه ټاکنيزه کمپين کې يې پلويانو سره ژمنه کړي وه  
چه عمده هغه يې هيواد کې دامنيت سمون مخالفين سوله کې شاملول، اقتصادي پرمختګ، د زورواکو ماتول، له غاصبينو د ځمکو بيرته راګرځول او داوبو د بندونو جوړښت وه. 
ځکه نو يو لامل همدا شو چه  دلومړي دورې ډير پلويان اوس په کور ناست ياهم مخالف ټاکنيز ټيکټ سره ملګري شوه. 
د وعدو نه پوره کول يې بيلابيل دلايل خلک په ګوته کوي؛  خو دليل يې په ارګ کې د پنځمې ستنې په نوم د مافيايي کړۍ شتون ياديږي، چه د حکومت د پلانونو د پلي کولو لار کې خنډ دي. 
مګر طمعه شته چه دوهم ځل انتخاب په صورت کې به غني له لاسه وتلي اعتبار بيا ولس کې خپل کړي او په ټول جديت به دسولې، امنيتي ټيکاو او افغاني هويت چه دبريښنايي تذکرو ويش دي عملي کړي شي. 
ښه فرصت خو داده چه غني بل دريم، دور د ولسمشري ټاکنو ته دقانون له مخې نشي دريدلي، نو ضرورت نلري چه زورواکو او مافيايي کړيو سره د سر په ټکان لکه د تير په څير د هيواد له لويو ګټو او د ولس له عمده غوښتنو چشم پوشي وکړي. 
خو که خدايﷻ مکړه دوهمه دوره کې هم همداسې لړزانده قدمونه واخلي نو بيابه د هيواد په تاريخ کې له شاه شجاع او رباني وروسته، يو کمزوري واکمن تاريخ کې وپيژندل شي. هيله ده چه مشاورين يې په جرأت کارونو ته وهڅوي څو افغانستان په زړورتيا له موجوده ګردابه رابهر او راتلونکو نسلونو ته د دوهم احمدشاه بابا لقب خپل کړي. 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2389508254431663?sfns=mo

+ لیکل شوی په  شنبه سی ام شهریور ۱۳۹۸ساعت 4:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |