دچهارشنبی په ورځ ګڼه سوداګرچه دهرات ګمرک کی سوداګری معاملی کوی کارونه یی ځکه درولی وه چه ددوی په وینادمالی وزارت ملاماتونکی مالیه په وضعه کړی ده.خودهرات دګمرک سرپرست ریس بشیراحمد:حمیدوویل دسوداګرواعتراض سره سره به دوی دمالی وزارت نوی پریکړه عملی اودایی دلوړومقاماتوپرفیصله وبلله.هرات ښارکی په وارداتی توکوله دوه وونه ۴فیصده مالی اوچتوالی خبرسره دهرټن اوړوقیمت ۱۷زره افغانی چه دیم سوه ډالرومعادل کیږی جګ شوخودګمرک مشروایی دادسوداګروغیرقانونی اقدام دی په داسی حال کی چه دمالی اوچتوالی هرټن غله کی ۲۰۰ افغانی یا۴۰ډالره فرق راوستلی خوسوداګروڅوواری بازارکی په خپله غیرقانونی توګه دځان په ګټه چنس پورته وړی دی.بل پلوګڼه ښاریان سوداګرملامت بولی چه کله له موقع ناوړه ګټه کوی ددوی دبیلګی په ډول نړیواله بازارکی یوکال راهیسی دتیلونرخ کمیدل یادوی چه په افغانستان کی دسوداګروپه دی استدلال چه دوی جنس قیمتی کی راوړی لاهم لکه څنګه چه ښایی غسی قیمت نده راټیټ کړی خواوړه اونوروارداتی توکی چه دوه ورځی یی د مالیی داوچتیدوغږولګیده هره بوجی کی دوه سوه افغانی په خپله خوښه پورته کړه چه داډول ګټه یی ناروابولی ځکه داجنس دارزانی په مهال راغلی ده