دفراه والی روح الامین په ټلفون سره ازادی راډیوته وویل تیره شپه ۴بجومهال دولتی ځواکونودایتلافی عسکروپه مرسته پشت رودولسوالی کی دتصفیوی عملیاتوترڅ کی دطالبانویوی ډلی سره په جګړه واوښتل اودهغه په ویناجګړه کی طالبانوته درنه مرګ ژوبله واوښته.داچه تیرمهال ددولت داډول ادعاوونه وروسته ډیرځله سیمه کی ولسی خلک دملکی وګړودمرګ ژوبلی وایی داځل څنګه؟ دفراه والی وویل وژل شوی کسان ټول وسله وال مخالفین دی.پشت رود دایران اسلامی جمهوریت په خواکی دفراه یوه سرحدی ولسوالی دی چه تیریوه کال کی دوسله واله مخالفینوحضورپکی نسبتاډیر څرګنددی.وروستی پیښه یی تیره میاشت دسرک جوړولوپه یوه ساختمانی شرکت دطالبانوبریدوه چه له مخی یی دمامورینوپه وینا۸عرادی غیردولتی موټروسوځول دری عرادی یی دموسیسی ددری کارکونکوپه ګډون ژوندی بوتله دهغی حملی مسولیت یی طالب ویاندمنلی وه خودتازه پیښی په اړوندلادطالبانودلوری نظرازادی راډیوته نده ویل شوی.دیوه بل خبرټرڅ کی دبادغیس ولایت امنیتی ماموینوخبری رسنیوته وویل هغه څلورتنه دولتی عسکرچه دبالامرغاب ولسوالی کی طالبانو دوی په کمین نیولی وه دولسی مشرانوپه منځګړیتوب ازادکړه داکسان ټولټال ۲۱تنه وه نورملګری یی وړاندی طالبانوپریښول.
+ لیکل شوی په جمعه سی ام اسفند ۱۳۸۷ساعت 12:8  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|