بادغیس کې دښونې د یوې خیریه موسیسې دوه کارکونکی ازاد شوه
میرزکوال وویل پولیسو د تښتول شویو کسانو د ازادی عملیات پیل کړل چه په نتیجه کې تیره شپه د مشواڼو کلی ته نږدی یوه سیمه کې له تښتونکو سره لنډې نښتې وروسته نیول شوی کسان روغ رمټ ازاد شوه، یو تن وسله وال یې په تور ونیول شو نور کسان له سیمې تښتیدلی دی خو د نیولو هڅې یې روانې دی.
میرزوکوال وویل د ژوغورنې په دغو عملیاتو کې چاته د سرزیان نده اوښتی.
ابکمری قلعه نو ښار ته لنډه یوه له امن ولسوالیو یادیده خو په دا وروستیو کې دمخالفو وسله والو د غلچکو تحرکاتو خلک اندیښمن کړی دی
دابکمری ولسوالۍ یوه استوګن، شیردل خان پژواک ته د ښونې برخه کې د یادې موسیسې په کارکونکو برید باندې خوابدی و ویویل په دغه ډول د دوی د سیمې نوم بد شو
هغه د معارف برخه کې دسیمې د خلکو د مرستې وویل دولت څخه یې وغوښته چه دتازه پیښې په اړه پلټنه وکړی اوعاملینو سره یې سخت چلند وشی څو بیایې پیښه تکرارنشی
تیره میاشت هم د بادغیس د سړک جوړولو د رغونیزه شرکت څلور کسان تر یوې میاشتې برامتې وروسته ازاد شوه، دولتی مامورین د یادو تښتونو پړه په طالب وسله والو اچوی خو طالبانو په دې رابطه کله هم مسولیت نده منلی