«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

شندند ته دطالبانو نومول شوی ولسوال او د ادرسکن د طالبانومرستیال ولسوال ملی اردو ووژل

په لودیځ زون کې د ملی اردو د کوماندو د کنډک د قوماندانۍ ویاند مهدی قادری نن هرات کې خبریالانو ته وویل چه شندند ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال او دغه راز د ادرسکن ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی مرستیال ولسوال یې تیره شپه په چڼیزه عملیاو کې د هغوی له نورو شپږ تنه وسله والو سره ووژل.


د ملی اردو دغه افسر وویل عملیات یې هغه مهال پیل کړه چه تیرماسپښین د ادرسکن ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سړک د غاړې مین د ملی اردو د موټرو په وړاندې منفجر کړ ده وویل په دغه چاودنه کې د ملی اردو دوه سرتیری ټپيان شوه.


ده وویل پیښې سره سم ملی اردو عملیات پیل کړه د تیرې شپې تر ناوخته یې دوام وکړ نتجیه کې د یادو دوه طالب چارواکو په ګډون ۸ وسله وال ووژل شوه. قادری وویل ملکیانو او دملی اردو ځواکونو ته زیان نده اوښتی


د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزی د عملیاتو او طالبانو ته د مرګ ژوبلې تایید وکړ ویویل په اړه یې پلټنې کوی. ولسوال داهم ومنله چه ملاحیدر شندند او ملااسمعیل ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو مشرتوب کولو، د چاه د مړینی ادعاچه ملی اردو کوی.


د یوه بل خبر په بنسټ ملی اردو شندند ولسوالۍ کې هم عملیاتو کې د ۵ طالبانو د وژنې ټپ او نیول ادعاکوی.


د ملی اردو د ځانګړو ځواکونو د قوماندانۍ ویاند ډګروال نستو ناصری پژواک ته وویل عملیات یې تیره ورځ د طالبانو په یوه پټنځي باندې وکړل یو تن یې ځای په ځای ووژل شو بل ټپي او درې تنه یې ژوندی نیول شوی دی.


خو په هرات کې دولایتی شورا یوه غړی تور محمد ظریفی په حکومتی ځواکونو په سخته نیوکه وویل چه عملیات د یوه حکومت پلوه شخصی امنیتی کمپنۍ د مسول په کور شوی دی، ظریفی تور پورې کړ چه د عدالخالق په نوم د شخصی امنیتی کپنۍ د مشر په کور دغه عملیات شوی دی، دوه وروڼه ټپيان او یو بل یې ځان سره وړی دی.


د ولایتی شورا غړی چه خپله هم د شندند استوګن ده هیله وکړه چه دا کسان ژر خوشی کړی شی او بیا یې د داسې عملیاتو د مخنیوی وویل. ظریفی د عملیاتو سیمه د شندند هوایی ډګر تر خوا یو کلی یاد کړ ویویل د شک په صورت کې باید تالاشی نه بلکې داسې سړی جلب شی. طالبانو لا په موضوع رسنیو ته نظرنده ورکړی


+ لیکل شوی په  جمعه هشتم آذر ۱۳۹۲ساعت 14:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |