«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

کابل کې د امریکاسفیر امنیتی تړون د دواړوهیوادونو ترمنځ مهم وباله چه ژر لاسلیک شی

ده وویل تړون د دواړو هیوادونو لپاره مهم او حیاتی ارزښت لری ځکه یې نو هیله وښوه چه افغان ولسمشر به یې ژر لاسلیک کړی.

د امریکا سفیر څخه خبری غونډه کې د ولسمشر حامد کرزی د سخت دریځ، ژر نه لاسلیکولو د عواقبو پوښتنه وشوه ده یې ځواب ونه وایه ویویل تړون مهم دی او د دواړو هیوادونو د خلکو ګټې پکې شته.

خبری غونډه کې د هرات والی سیدفضل الله واحیدی هم د تړون په اهمیت خبرې وکړلی خو ورسره په څنګ کې یې امریکاڅخه ترهګرۍ سره په مبارزه، ټينګار وکړ ویویل د ترهګرو مرکز له هیواد بهر دی ځکه یې نو وغوښته چه د جګړې ډیر فشار هم په بهر چه ظاهراٌ یې پاکستان کې د طالبانو مراکزو ته اشاره وه واچوی.

ده سوله دافغانانو لپاره حتمی او ترهرڅه اړینه وبلله. دامنیتی تړون ملاتړ په دا وروستیو کې افغان لوی مشورتی جرګې هم وکړ خو افغان ولسمشر حامدکرزی په هیواد د امریکایی عسکرو له خوا د خلکو کورونو کې عملیات بندول، غواړی ورسره په څنګ داهم وایی چه سند باید تر کره سولی وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو دبری صورت کې لاسلیک شی.

په هرات کې د امریکا د قنسلګرۍ د مطبوعاتو د څانګې یوه مسول پژواک ته د امریکاد سفیر سفر دغه ښار کې د قنسلګرۍ د ودانۍ د بیارغونې چارو څخه کتنه یاده کړله.

دغه ولایت کې د امریکا په قنسلګرۍ باندې دوه میاشتې د مخه یوه ډله ځانمرګو وسله والو برید کړی و چه تر ۹ تنه د قنسګرۍ افغان کارکونکی او ملکی وګړی پکې ووژل شوه او تر ۱۸ ټپیان شوی و

ودانۍ ته زیان اوښتی و چه اوس یې د رغونې چارې روانې دی. د برید مسولیت یې طالبانو منلی و

د امریکا سفیر نننی خبری غونډه کې یو ځل بیا افغانانو سره د تل پاته دوستۍ یادونه وکړله ویویل داسې بریدونه به د دوی دوستانه روابط زیانمن نکړی، خو په ټولیزه ډول یې په خپل سیاسی نمایندګۍ برید او د ملکی افغانانو په وژنه خوابدی وښوله

+ لیکل شوی په  چهارشنبه ششم آذر ۱۳۹۲ساعت 15:47  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |