په هرات کې د معارف برخه کې 16 پروژې ګټې اخستنې ته چمتو شوی
د تدریسی ودانۍ، د ښونځيولابراتوارونه، مکتوبونه، او دهغوی الحاقیه ودانۍ، د معلم دروزنې انستیتوت ودانۍ او د ښار منځ کې د معارف واټ طرف دیوال جوړول پکې شامل وه، ټولټال لګښت یې ۲۴۴ ملیونه افغاۍ شوی دی.
د هرات د معارف ریس بصیر اروین طاهری، وویل په دغو ودانیو کې د معلم د روزنې د انستیتوب ودانۍ په دوه پوړه او دوه بلاکونو کې ګټې اخیستنې ته چمتوشوه، چه هر بلاک یې ۲۰ درسی اتاقونه، سره له ټولو تجهیزاتو جوړ شوی شوه، ۳۴ ملیونه افغانۍ لکښت یې د امریکا له نظامی څانګې څخه ورکړل شوی دی
دغه راز اروین د ګذرې ولسوالۍ د خاتم النبین ښونځې ته د اته ټولګیو کې ودانۍ جوړه وویل چه په میزو، چوکیو سربیره ټول اړین امکانات پکې برابرشوی دی ۸ ملیونه او ۳۰۰ سوه زره مالی لګښت هرات کې میشت د ایټالیا ولایتی بیارغونې ټیم له خواه ورکړل شوی دی.
د هرات والی فضل الله واحیدی او ګڼه د ولایتی شورا غړیو د دغو ودانیو په جوړښت سره د معارف وزارت پاملرنې څخه مننه وکړه ویویل هرات د هیواد په کچه د معارف په برخه مخکښ دی.
د معارف وزیر په هرات سریبره د هیواد نورو ولایاتو کې د سلګونه پروژو د دوام وویل. هغه ډاډ ورکړ چه په لنډو راتلونکو کلونو کې به دزده کونکو د درسی ځای د نشتوالی، د مسلکی ښونکو او درسی توکو شکایت څوک ونلری.