«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

بادغیس کې یو تسلیم شوی پخوانی طالب قوماندان د ټاکنو د کارتونو د ویشلو په مرکز حمله کړې ده

امنیه قوماندان مل پاسوال شرف الدین شرف نن پژواک ته وویل پیښه تیره ورځ رامنځته شوه  د ملایو سف په نوم یو طالب قوماندان خپلو دریش کسه وسله والو سره قادس ولسوالۍ کې د ټاکنو د کارت ویشلو مرکز ته د کارت اخیستو په پلمه ورغلو  سیمه ته په رسیدو یې د تاکنو یاد مرکز کې د پولیسو موټر په راکټ ویشتلو سره ویجاړ کړی دی. مرکز کې شته ټول محافظ پولیس بې وسلې کړی دی او خپله له سیمې تښتیدلی دی.

امنیه قوماندان د بې وسلې شویو پولیسو دقیق شمیر دا مهال ونه وایه خو دایې بیا په ډاډ سره وویل چه بریدګرو د ټاکنو د کمیسیون مامویرنو او ټاکنیزه موادو ته زیان نده اړولی.

د سیمې یوه استوګن محمد زمان پژواک ته د دغه خبر په ورکړې سره سیمه کې د خپل سره وسله والو له شتون څخه په شکایت وویل چه ملایوسف له دوه کلونو راهسیې ځان سره ناقانونه وسله وال ساتل او په بیلابیلو نومونو یې عام وګړی ځورول خو دولت باک نه په کاوه.

زمان زیاته کړه یوسف د ټاکنو د مرکز ډیر وسایل وسوځول او بیرته د طالبانو په لیکو ورګډ شو.

امنیه قوماندان سیمه کې له هغوکسانو سره د وسلو شتون تایید کړ چه د طالبانو له لیکو راګرځيدلی دی.  یوسف یې هم همدغو شرایطو کې وښوده   هغه زیاته کړه د ولایت په کچه یې څلور سوه تسلیم شوی طالبان شته چه اکثریت یې د ځان د امنیت لپاره وسلې لری.

ده د ملایوسف په اړه دا خبر نه رد نه تایید کړ چه ګواکې طالبانو سره به یوځای شوی وی  ویویل له اصل ځای څخه تښتیدلی دی

 

+ لیکل شوی په  دوشنبه ششم آبان ۱۳۹۲ساعت 9:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |