هرات کې لس تنه وسله وال مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای شول
ملاسیداقا خبریالانو سره په خبرو کې امنیتی لیکو کې د دندې تیاری وښوده خپله سیمه کې یې د حکومت او نړیواله ټولنې له خواه د عاملمنفعه پروژو د پلی کولو او وزګاره کسانو، په ځانګړی ډول تسلیم شویو طالبانو ته د سالمې بوختیا زمینه چمتو کولو هیله وکړه.
چشت شریف ولسوالۍ د هرات شمال ختیځ ۱۳۰ کیلومترۍ کې یوه ناامن ولسوالۍ ده چرته چه له اته کلونو راهیسې د سلما داوبو د بند کارونه د ناامنۍ له کبله ټکنی روان دی.
د سلما د بند کار د هندوستان له خواکیږی پلان داسې و چه تر ۲۰۰۸ ملادی کال ګټې اخیستنې ته چمتو شی، خولا یې کار بشپړنده.
داچه له دغې سیمې دطالبانو دغه ډلګۍ دولت سره یو ځای شوه د سولې د عالی شورا مطبوعاتی مامورین تمه ښیی چه سیمې امنیت او د پروژې د کار ګړندیتوب سره مرسته وکړی.
په هرات کې روانه میاشت ګذره ولسوالۍ کې هم ۱۳ تنه ناراضیان دولت سره یوځای شوه خو د طالبانو ویاندویانو داسړی د ځان ونه بلل. پژواک ته یې ورته خبرونه د دولت تش تبلیغات یاد کړل