په هرات کې محبوسینو خپل نهه ورځنی اعتصاب ختم کړ
د هرات والی فضل الله وحیدی نن ماښام پژواک ته د هرات د محبوسینو د نه خوړولو د اعتصاب د ختمیدو حال ور کړ، والی زیاته کړه.
چه د و لشمسر حامد کرزی له حکوم سره سره د قاضی ګلرحمن په مشرۍ نن یوه پلاوی هرات په راتګ سره اعتصاب کونکو بندیانو سره کتنه وکړله د هغوی غوښتنې واوریدې د ستونزو دحل ژمنه یې ورسره وکړله.
ده د محبوسینو تر ټولو عمده غوښتنې دوسیو ته په وخت نه رسیدګی یاده کړه ویویل پلاوی به ټولو دوسیو له سره د غور او څیړنو ډاډ ورکړ. والی داهم وویل چه د محبوسینو ډیری غوښتنې قانونی او د حل امکانات یې ډير دی.
خو د اعتصاب کونکو بندیانو یوه استازی او د شندند دولسی شورا غړی حاجی داود خان بیا پژواک سره په خبرو کې د زندانانیانو د اعتصاب موضوع تایید کړه ولې د پلاوی له خوا د ژمنو په عملی کولو ډیر ډامن نه وه هیله یې لرله چه ولسمشر به یې د راپور په وررسیدو خپله په دغه موضوع پریکړه وکړی.
د داودخان یو زوی او د کورنۍ درې نور غړی له شپږ میاشتو راپه دیخوا د هرات محبس کې دی. ده وویل چه زوی یې خوله ګنډلې ده روغیتایی حال یې د اندیښنې وړ وباله ادعایې لرله چه ټولټال شپیتو بندیانو شونډې ګنډلې دی بد روغتیایی حال کې اوسیږی.
د هرات د ولایتی شورا غړی تور محمد ظریفی هم پژواک ته وویل «هغه مهال به مونږه ډاډه و اوسو چه له زندان څخه نارغ بندیان درملنې ته ولیږدول شی»
ظریفی وویل تیره وررځ دی خپله محبس ته ورغلی و د ۳۰ تنو روغتیایی حال نازک وه. خو د هرات والی وویل ۲۰۰۰ تنه ټولو بندیانو اعتصاب ختم کړ او د ناروغۍ غټه ستونزه نوه پکې.
د هرات محبس کې ټول درې زره بندیان شته ۲ زرو یې د زندان له خرابو شرایطو، د جرمی دوسیو په وخت نه کتل او د ولسمشر حامد کرزی د سیاسی بندیانو فرمان نه پلی کول یې له عمده غوښتنو څخه و: