هراتیان د کمونیستی رژیم بقایا باید مهمو پوستونو څخه لرې شی
فاتحه اخیستنه کې سلګونه ښځې هم راغلی وې خو د مراسمو ځای د خرقې شریفې د ښځو کلتورې ټولنې ودانۍ کې و.
د هرات مرستیال والی اصیل الدین جامی په ۱۳۵۷ او ۵۸ کلونوکې دافغانانو د عام قتلونو خاطرې نه هیردونکې وبللې ویویل دوخت شوروی پلوه کمونیستی حکومت هیڅ کور هم بې له داغه پرینښود او دافغانستان د موجوده جنجالونو پیل یې د هغوی ظلمو زیاتی یاد کړ. ده وویل د وینو او خاطرو قدردانی یې کوی
هرات کې د علماو د شورا یوه غړی میر غلام فارق حسینی، پژواک ته وویل پخوانی شوروی پلوه افغان کمونستانو د خپلې شومې عقیدې د تپلو په نیت په خلکو له هیڅ ډول ناروا سپما ونه کړله. خو د مجاهدینو د حکومت د برې په لومړیو پړاونو کې په هرممکنه وسیله خپل جرمی اثار له منځه ویوړل، بهر ملکونو ته د تیښتې هڅې وکړلې. چه د ده په وینا په ټولو ولایاتو کې یې د استخباراتی ادارو او اسنادو ته اور اچول ښکاره بیلګه ده.
مولوی حسینی، وویل حقیقت کله هم پټ نه پاتیږی او دا دی هالند کې یې د پنځه زره قربانیانو لیست خپور شوه، خو ده وویل چه وژل شوی کسان یواځې دانه، بلکې شل برابره تر دې زیات دی. او افغان حکومت نړیواله ټولنې او د بشر د حقونو نړیواله اداره باندې داسې جانیانو ته د جزا ورکولو هیله وکړله.
د میر امان مشعوف په نوم یوه د ۳۹ کلونو عمر لرونکی سړی هم په دغو مراسمو کې د یوه تن عکس او سوانح ځان سره لرلې پژواک ته یې وویل داسړی د ده پلار دی، میرمحمد امین مشعوف نومیږی په ۱۳۵۸ هج ل کال د کابل خیرخانې سیمې څخه کمونیستی قواو د شپې په مهال له کوره، د وسلې په زور وکیښ، تر اوسه یې درک نه لګیده خو د مرګ خبر یې د هالند له خوا د پنځه زره شهیدانو لیست کې څرګند شو
امان وویل پلار یې د دموکراسی په لسیزه کزه کې د ازادی فعال او لیکوالۍ فعالیتونه کول، ده هم په افغان دولت د هغه وخت د شهیدانو قاتلانو ته د جزا د ورکړې هیله لرله
د نیوکې په ډول یې وویل چه له موجوده دموکراسې څخه باید هر جانی او د ملت قاتلان ګټه پورته نکړی، ده په ژړغونې لهجه وویل د چا له خوا چه د ده پلار او زرګونه افغانان د اسلام او انسانیت په جرم په شهادت ورسیدل لایې هم عاملین سرې سترګې په پارلمان یا د حکومت په غټو پوستونو واکدار او لاهم د شهیدانو د ځورونې توان ورسره شته. «هم هغه کسان په لوړ پوړو ودانیو کې ناست دی او د شهیدانو کونډې او یتیمان یې دروازه کې فقر کوی ایادا دشهیدانو موخه او ارمان و؟»
افغان حکومت نن د ۲ شنبې ورځ په ټول هیواد کې دپنخه زره شهیدانو د ماتم ورځې په نوم اعلان کړی دی. ویل کیږی مرکز او ولایاتو کې بیرغونه نیم ځوړند او جوماتونو کې د شهیدانو روح ته دعا کیږی: