هرات کې د امریکاذپه قنسلګرۍ حمله وشوه
په هرات کې د امریکا په قنسلګرۍ د طالبانو برید کې تر ۲۰ تنو زیاتو ته مرګ ژوبله اوښتی ده چه دیر ملکیان دی امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صافی وایی چه وضعیت یې ترکنترول لاندې راوستو ۷ جسدونه دیننه په نظام قراول د قنسګلرۍ کې پراته دی چه څلور یې طالبانو او درې نور هم مشکوک دی ځکه امنیتی ګاردانو سره مشابه لباس لری.
د روغتون ویاند ډاکټرمحمد رفیق شیرزی وایی روغتون له سیمې ۱۷ ټپیان یو جسد وروړل شوی. جسد د امریکایانو افغان ستاتونکی دی ټپیانو کې دوه پولیس دوه میرمنې درې ماشومان پاته نورهم ملکیان دی. د درې تنو حال یې نازک دی.
د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدی وایی چه دوه پولیس پیښه کې وژل شوی دی او دوه نور ټپیان دی که څه هم شیبه د مخه د قنسلګرۍ منځ کې دوه امبولانس څرخی الوتکې کیناستې خو په حقیقت کې لاهم سیمه کې وضعیت عادی نه ښکاری.
په قنسلګرۍ کې د افغان کارکونکو اړیکه کورنیو سره قطع او اندیښمن کړی یې دی.
د برید مسولیت طالب ویاند قاری محمد یوسف احمدی په غاړه واخیسته ویول په لومړی سرکې یې د قنسلګرۍ دروازه کې موټربم منفجر بیایې پیاده کسان دیننه شوه چه ګڼه مرګ ژوبلې ادعایی لرله بهرینو ځوواکونو لا په موضوع خبرې ندی کړی