«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ولایتی شورا د شندند ولسوالۍ امنیتی وضعیت د اندیښې وړ وباله

دولایتی شورا غړی تورمحمد ظریفی نن پژواک ته وویل چه تیره شپه وسله والو د شندند د ښار او عزیز اباد ترمنځ د چنګان پوزې نومې امنیتی پوسته باندې برید کړی دی۴ تنه پولیس یې وژلی او وسایل یې ټول ځان سره وړی دی، دغه راز ضریفی د اوراین په نوم سیمه کې هم د محلی پولیسو له خوا د پوستې د پریښودو او ښار ته دراتګ خبره وکړه.

ظریفی چه خپله هم د شندند ولسوالۍ استوګن دی شندند کې د وسله مخالفینو د حضور په زیاتیدو اندیښنه وښوده وویل د چهارشنبې په بیګا هم د دغه ولسوالۍ تخت اباد نومی د محلی پولیسو دوه پوستې تخلیه، یو شمیر ساتونکی یې په کور ناست دی او نور يې ښار ته راستانه شوی دی.

امنیتی ځواکونو هم ورته خبرې وینا لرله خو طالب ویاند قاری یوسف احمدی وایی چه د پوستې سړی د دوی لیکو ته ورګډ شوی دی

د شندند امینه قوماندان سمونوال غلام غوث ملیار له پیښې بیخبری وښوده  ویویل په یوه کاری سفر بوخت دی. خو یو بل لوړ رتبه چارواکی د موضوع په تایید وویل چه طالبانو د غلچکی برید په نتیجه کې څلور پولیسو په وژنه سربیره د پوستې وسایل لوټلی دی.

دا پوښتنه چه بریدګرو څه ځان سره وړی او د برید په مهال د پوستې نور پولیس چرته وه   تر تحقیق د مخه له نورو مالوماتو ورکړې څخه ډ ډه وکړله.

شندند د هرات سویل ختیځ ۱۳۵ کیلومترۍ کې یوه نسبتاٌ ناامنه وولسوالۍ ده چه ایران سره پوله لری

+ لیکل شوی په  پنجشنبه چهاردهم شهریور ۱۳۹۲ساعت 14:2  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |