بادغیس کې سږکال د غنمو درمندونه د تیرکال په پرتله یو په دوه زیات شوی دي
بنیش، وویل تیرکال په دغه ولایت کې ۳۸ زره متریک ټنه غنم شوی و
ده یې د زیادښت لوی لاملونه په مناسب وخت اوررښتونه، بزګررو ته د حکومت له د اصلاح شویو تخمونو ورکړه، د زراعتی افاتو څخه د کرندو خوندیتوب او د دولت او خلکو له خوا نور کرنیزه تسهیلات برابرول یاد کړل.
د هغه د مالوماتو په اساس بادغیس کې هرکال تر ۷۰ زره هتکتاره ځمکه باندې غنم کرل کیږی چه ۸۰ سلنه ځمکې للمې وی، د اوبو کچه پکې کمه ده
د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ یوه کروندګر حاجی میرعلم پژواک ته وویل چه ۵۰ منه تخم دښتي ځمکه باندې یې غنم کرلی و چه د ښه حاصل له کبله یې په هرمن تخم ریز تر لس منه غنمو خالص درمند ټول کړ. عالم وویل په تیرو لس کلونو کې چه ولایت کې یې وچکالی راغلې وه، په دغه کچه فصلونه نه و شوی.
دغه راز د بالامرغاب ولسوالۍ د میرانزو د کلی یوه کروندګر اسمعیل هم د غنمو دښه فصل څخه خوښ و خو د وطنی غنمو د نرخ له ټیټوالی یې ښکایت وکړ، حکومت څخه یې هیله وکړله چه د دوی غنمو ته مناسب مارکټ زمینه برابره کړی.
ده وویل ۱۵ خرواره درمند یې واخیسته ۵ خرواره یې د کورنۍ ژمنی مصرف کیږی پاته نورو غنمو د خرڅولو اراده لری.
اسمعیل وویل اوسمال یې سیمه کې یو ۴ کیلویی من غنم په شپیته افغانی اخیستونکی لری دا په داسې حال کې ده چه په ښاری سیموکې همدغمره غنم په سل افغانۍ پیرو پلور لری.
د په لویو لارو کې ناامنۍ او زورواکی بازاری سیمو په ځانګړی توګه د بادغیس مرکز قلعه نو ښار ته د غنمو د لیږد په لار کې لویه مانع یاده کړله.
د بادغیس د کرهنې ریس هم په لویو لارو کې ناامنۍ او د طالبانو په شمول د نورو غیرمسوله کسانو له لورې جبری حوالې عشر، اوزکات ټولولول، کورنیو محصولاتو ته په لوی تاوان وبلل ، زیاته یې کړه په دیری سیموکې وسله والو په لارو کې پاټکونه جوړکړی دی او په اموالو په یونوم، بل نوم پیسې اخلی، نوځکه یې کړنو په مارکټ بدې اخیزې پریباسلی دی او په کلیوالی سیمو کې خلک اړ دی چه په نیمه بیه خپل محصولات وپلوری.
په دغه ولایت کې د والی ویاند شراف الدین مجیدی، په ځینو سیموکې د خپل سره وسله والو حضور تایید کړ، خو ویویل حکومت ستونزې ته په توجه بیلابیلو ځایونو کې دلارو د امنیت او وسله والو د بې وسلې کولو عملیات پیل کړی دی. مجیدی په بالامرغاب کې د ولسی خلکو په ملاتړ عملیات بریالی وبلل زیاته یې کړه، وسله وال جنایت کاره ډلګۍ دی چه د پولیسو په وړاندې د مقاومت توان نلری نورو ولسوالیوکې به هم عملیات پلی شی.