په هرات کې د طالبانو تر تولو مشهور قوماندان عبدالله اکبری ووژل شو
عبدالله اکبری د غلام یحی سیوشانی زوی و څوک چه درې کاله د مخه د دولت په مخالفت کې د نړیواله ځواکونو په عملیاتو کې خپل زوی او ۲۷ نورو کسانو سره وژل شوی و اوهمدغه زوی پې هرات کې د طالبانو په پلوی ځای ناستی و
وژنه یې د ملی اردو د کماندو د ځانګړی کنډک قوماندانۍ ویاند تورن مهمدی قادری له خوا پژواک ته تاید شوه ویویل عملیات یې تیره شپه یوه بجه د ګذرې ولسوالۍ سیوشانو سیمه کې د عبدالله اکبری د سړیو پسې پیل د سهار تر ۴ بجو یې دوام وکړ په نتجیه کې ۸ مخالف وسله وال ووژل شوه
دی وایی وژل شویو کسانو کې یې د عبدالله اکبری جسد پیژندلی او له سیمې یې ګڼه وسلې چاودیدونکې توکې او نور نظامی تجهیرزات نیولی دی.
د وسلو کره شمیر یې ونه وایه خو د راکټونو، پیکا ماشیندار او کلاشنکوفونو نومونه یې واخیستل. ده وویل نښته کې د ملی اردو ځواکونو او ولسی خلکو ته زیان نده اوښتی
په سیمه کې د شیرخان، په نوم یوه ولسی وګړی پژواک ته عملیات او د اته تنه وسله والو د وژتې خبر ورکړ. ویویل ټوله شپه د ځمکې او هوا له لوری ډزې کیدلی، کلی کې یې د طالبانو اته کسه وژل شوی جسدونه شته خو نه پوهیږی چه عبدالله اکبری به هم وژل شوی وی کنه. ده چه په احتیاط خبرې کولې وویل سیمه کې لاهم د طالبانو پلویان . او دا چه دیوه جسد یې ډیر خبراب شوی دی نه پیژندل کیږی داسې چه کله یې په تنه نشته.
په لودیځ زون کې د ۲۰۷ ضفر قولی اردو قوماندانۍ ویاند ډګروال نجیب الله نجیبی هم تایید کړه چه د جګړې له ځایه چه کوم تصویرونه او نښې د دوی عسکرو راوړی دی ښکاروی چه عبدالله اکبری وژل شویو کسانو کې شامل دی.
طالبانو له د ګذرې په بښه رسینو ته تر اوسه څه ندی ویلی.
د عبدالله اکبری پلار او دوه وروڼه پخوا دولت سره په مخالف کې وژل شوی و.
عبدالله اکبری د ګدرې ولسوالۍ د سیوشانو اصلی استوګن و د ګذرې ترڅنګ یې په پښتون زرغون، اوبې، اوچشت ولسوالۍ کې د طالبانو د مشری کوله د اختر په ورځ یې خپل مرستیال غلام سخی مشهور په شیخ، او دوه نور قوماندانان شاکر او عبدالسلام ۶ نورو سله والو سره له خپل امره د سرغړاوی په نوم دوه پیښو کې ووژل.
دګذرې سیوشان کلی د هرات ښار او هوایی ډګر ۲۱ کیلو مترۍ کې واقع او د هرات په کچه یوه له ناامن سیمو څخه یادیږی.