«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هراتیانو ارزګان کې د یوه ناقانونه وسله وال د نیولو غوښتنه وکړله

په هرات کې د کندهار د لویې جرګې د مدنی ټولنې ریس محمد داود داوری، خبریالانو ته وویل چه د دوی بنسټ ۸۰ زره غړی لری نن یې د ۴۰ تنو په ګډون یواځې رهبری پلاوی ګډون کړی دی  د عبدال حکیم شجاعی کړنې یې وغندلی او په پنځه مادو کې په لیکلې بڼه افغان دولت، ملګرو ملتونو او د بشرد حقونو خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل څوپه هره ممکنه وسیله چه کیدلی شی د شجاعی په ګډون ټول جنګی جنایت کاران او د بشرد حقونو ناقضین دې د عدالت منګل ته راکشکاږی.

ده قوماندان شجاعی یوجانی وباله ویویل همدغه اوس د حکومت ترنفوذ لاندې سیمو کې ژوند کوی او د ۳ سوه تنه نامسوله وسله والو مشرۍ هم ورپه غاړه ده،  چه د حکومت په دیننه کې یې ملاتړ کونکی شته.

متقاعد څارنوال عبدالباقی خیری د ارزګان ولایت د خلکو په استازیتوب غوڼده کې خبرې وکړلې په شجاعی یې تور ولګاوه چه زابل، غزنی، ارزګان کې ۱۳۸۸ کال راهیسې ۱۲۱ تنه په داسې ډول وژلی چه ښخې او ماشومان پکې شامل دی او بدنونو ته یې اور ورته کړی دی.

خیری  وویل دهغه د کړنو ویډیو او انځورونه یې تر ولسمشر پورې رسیولی دی  خو  د نیولو اقدام یې هیڅوک نه کوی.

د هرات د ولسی مشرانو غونډه د کندهار د لویې جرګې په نوم مدنی ټولنې په کور کې غرمه مهال پیل او تر ماسپښین پورې یې دوام وکړ دپریکړه لیک په نشر سره یې افغان دولت ته تر درې ورځو مهلت ورکړ چه شجاعی ونیسی،  کنه نو د هیواد په کچه یې د غټو اعتراضی لاریونونو هوډ وکړ.

شجاعی چه خپله ظاهراٌ فراری دی پژواک یې د غبرګون په اخیستو ونه توانیده خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی برایی ورخ کابل کې د ورته اعتراضی لاریونه په ځواب کې خبریالانو ته وویل چه دکورنیو چارو وزارت د عبدالحکیم شجاعی د نیوللو آمر ورکړی او ژر به یې د قانون منګلو ته راکشکاږی.

صدیقی دا تورونه هم بې بنسټه وبلله چه کواکی شجاعی څخه به د حکومت په دیننه کې څوک ملاتړ کوی.

هرات کې د غونډې ګډونوالو داسې تورونه هم پورې کړل چه یاد قوماندان تیرکال حکومت ونیوه خو د ولس مشر حامد کرزی د یوه مرستیال په لارښود له بنده ازاد شو. کوم تورونه چه حکومت کله هم ندی منلی.

+ لیکل شوی په  یکشنبه سوم شهریور ۱۳۹۲ساعت 16:59  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |