«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ایا د میدان وردګو مسولین خبردی؟

د شرف الدین ستانکزی لیکنه

په نرخ ولسوالۍ کې د اختر لومړۍ ورځ د جنازو په خښولو تېره شوه. ښایی دوستان به استدلال وکړی، چه څه نوی خبره نده او په ننګرهار او نورو سیمو کې هم خلکو د اختر په لمانځه د جنازو لومونځ ورګډ کړ،

خو دلته چه د اهمیت وړ موضوع ده، هغه داده، لږ ترلږه ننګرهار کې ځایی چارواکو   رسنیو له لارې  د ننګر دقربانیانو کورنیو سره غم شریکی وکړله، قبرونو ته یې ورغلل په جنازه کې شریک شوه.

خو له سیمې د راپور په بنسټ د نرخ خلکو ته حکومت، طالبانو، حزب اسلامی او نورو سیاسی ډلګیو چه دا کسان یې په مخ کې ووژل شوه،  یوه هم  د خواخوږي، پیغام وانه ستاوه.  دخوابدۍ ځاي داده چه په هغو،  خپلو رسمي سایټونو کې یې خبرهم  ورته نشر نکړ چه تل د تبلیغاتو په توګه ګټه ترې پورته کوی. ولی؛ د دغو خلکو وینه رنګ نلری؟  او که څنګه. حکومت، طالبان او حزب اسلامی نده خبر چه دغو خلکو جنازې له ډالره په تیارو کې خښې کړې او ټپيان یې د امبولانسونو په ځای په څارویو غرونو کې چرته پټې وړې دی؟...... دا هغه پوښتنې دی چه که اوس یې تاسو په اړونده چارو کې ښیکل واکداران ځواب ونه وایی، لس کاله وروسته به د هغوی یتیمان له تاسو ځواب غواړی. بیا هم وایم والی صاحب، له تاڅخه. طالبه ته او حکمتیاره تاسې به یې ځواب ورکوې. ځکه د دغو ځوانانو چه هرڅوک دی د احساساتو اصلی لوبغاړی تاسو یاست. پرته له دې چه ووایو څوک په حقه دی. که هرڅه وی، لمسون یې ستاسو دی.

والی صاحب، ولایتی شورا او د بشر د حقونو ادارې تاسو ونه لیدل؟ د نرخ په یوه کلی (توکرک او اسمعیل خیلو) کې د یوه خېل د روژې له پیل او ختم سره ۲۵ کسه په وینو ولړېدل. دا کلی او کمکی قبیله ټول نفوس یې ۲۰۰تنه دی.(اسمعیل خیل)د روژې په بیګا له یوه کوره پنځه جنازې ووتلې چه څلور وروڼه بل یې هم زلمکئ،  د حاجې شېر اغا زمن او لمسی و، څلور کلیوال یې مړه او ۳ ټپیان شوه. دا ټول ملکیان و خو دا چه د دولت په طیارو بمبار او ووژل شول،  پرته له دې چه راپور یې رسینو ته ورکړی، طالبان یاد شول.«بې انصافی ده»

په همدغه ورځ د حزب اسلامی مشهور قوماندان، ولسی مشر پاینده ګل او بل ملګری یې ووژل شوه. دا چه دوی هرڅوک و او په هره موخه  ووژل شوه د دغه هیواد ابتاع ندی؟  په دولت یې پوښتنه حق نوه؟ ولایتی چارواکو څه ورسره وکړل؛؟؟؟.

د کمکی اختر په بیګاه په یوه بمی چاود نه کې ۱۴ تنه مړو، ټیان شوه، یو شمیریې وسله وال او ځینې یې هم ملکیان و، پوښتنه داده چه د والی صاحب تر ږیرې لاندې دغه وسله وال څوک دی؟ که د دولت پلویان وی؛ ولې یې دولت مرسته نکوی؟ دوی د دولت تر نفوذ لاندې سیمه کې (ولایت لس کیلومترۍ) ښکاره تګ راتګ کوی. نو ولی یونفرم نلری؟ او که د دولت سړی نوی؛ نو په وړاندې یې ولې اقدام نه کیږی؟... که نه د پاڅون، اربکی اونورو نومونو باندې ظلم دی چه خلک تیر باسی. دوی ته باید تعریف ورکړل شی.

دا او دیته ورته سلګونه،  حتې زرګونه  پوښتنې خلکو سره شته،  مسولین د پوه شي او ځان د دری  ژبو په اصتلاح د حسن چپ کوڅه کې نه وهی؛ اخبر به ځواب ورکوی. زما دولس سړئ که طالب، که د حزب اسلامی او یاهم په اصطلاح پاڅون کونکو سره تړاو لری، دلیل یې بې وزلې غربت او ناچاری ده.؛ نو،  والی صاحب، ته ستا امنیت ملې او ولایتی شوراه  په خبره ده حتی ځینو مواردو کې یې دغه ادارې له خوارۍ ناوړه ګټه پورته کوی  او د ستونزې هواری یې ستاسو دنده.  چه د خلکو په وینا نه یواځې دا دنده کې پاته راغی یاست بلکې ،  د نرخ، جلریز، سید اباد اوبلاخره د میدان وردګو ماموریت مو د سیمې د هیوادونو د استخباراتو خولې ته پرې ایښی دی. ګورئ دا ننداره به قیمته درته تمامه شی. د خدای په خاطر دوطن او پښتو په خاطر له موزړه وسوځوی.

+ لیکل شوی په  جمعه هجدهم مرداد ۱۳۹۲ساعت 10:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |