«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

بالامرغاب خلک وایی پولیس په لویه لاره له مسافرو د تلو په وخت کې هرتن څخه ۲۰ افغانۍ پاټک په بڼه اخلی.

عبدالبصیر له همداسې کسانو څخه یو ده،  چه تازه  په دغه لار  راغلی و،  پژواک ته یې د منګان او موریچاق،  پوستو نومونه یاد  کړه ویویل دغه طریقه له ډیرپخوا راهسیې چلانده حتی چه اوس موترچلونکی او مسافر ورسره عادت شوی او له وړاندې یې حق په جب کې ږدی« دمنګانو پوسته په داسې یوه موقیعت کې ده چه له سرکه څخه لږ څه لوړه یوه تپه باندې جوړه ده،  هغوی پخوا دسړک په سردریدل له موټرچلونکو یې د سپرلیو په شمیرنه دقیقی پیسې ټولولی، خو اوس لاندې په راتګ ډاریږی د سړک په غاړه یې یوټيم (قوتی) ایښې دی، کله چه  موټر راشی، له پاسه یوفیر وکړی،  موټرګلونکی هم په اشاره پوه شی، د هرتن په سرشل شل افغانی ټولې او ټاکلی ټیم ته یې ور واچوی، همدغه طریقه ده چه له یوه کال راهیسی جریان لری»

بصیر وویل په دغه لار پخوا دوه نورو پوستو  قل شوری او جلوګیرک،  کې هم دلارې پوستو پیسې اخیستې خو اوس هغه په چاه غرض نکوی یواځې د منګان او موریچاق پوستې دا کار کوی.

دغو کسانو وویل که کوم موټرچلونکی په نه ورکړه چنه ورسره ووهی سمدستی هغه پیسې یو په دوه کړی او که نور هم ورسره سخت شی نو وایی تاسو طالبانو سره تړاو لری په وهلو او ډبولو لاس پوری کړی.

دغه راز د ابراهیم، په نوم یوه بل تن چه موټرچلونکی دی هم ورته شکایت وکړ ویویل له همدغه امله یې موټر خرڅ کړ ځکه څو پلا د مسافرو په مخ کې وهل شوی دی.

«هغوی ډیر ظالمان دی که له پیسو انکار وکړې وهی دی او که د شکایت اقدام وکړی نو د موټر نمبر پلیټ د ورسره قید دی سبا د نوبیا د مرګ په تهدید سربیره په دغه لار موټر نه پریږی. داسې ورځ راغله چه یوه مسافر صحنه په مبایل ټلفون کې ثبت کړه هم یې ټلفون ترې واخیسته او هم په وهلو سربیره درې ورځې پوسته کې بندی وساته، څوک شکایت نشی کولی، او بل، چاته به شکایت وکړی ځکه دولت ورسره جوړ دی»

دوی ویل یو پلا د میرانزو او اسحاقزو ولسی مشرانو هڅه وکړله چه په ډله یزه توګه ولسوالۍ ته په شکایت لاړ شی خو دلارې پولیسو پرې نه ښوده  بدې ردې ورته ویلی و.

د بالامرغاب خلکو ویل دغه اوس ډیر خلک چه داختر میوې او جامې وړی که پولیسو ته برخه ترې ورنکړی، نه یې پریږدی.

دبادغیس د والی ویاند شراف الدین مجیدی، وویل په دغه برخه کې کوم رسمی شکایت نده ورته شوی او نه هم خبر دی، خو ده له پژواکه د ورته خبر په شریکولو مننه وکړله ویویل یادو سیمو ته به د پلاوی په لیږلو سره موضوع وڅیړی او د قانون متخلفین به قانونن ته راکشکاږی.

ښاغلی مجیدی، زیاته کړه پولیس که په هره سیمه کې وی خپله اعاشه او مصارف لری  دنده یې دخلکو هوسایی ده  نو په هیڅ صورت کې به اجازه ور نکړی شی چه خلک وځوروی.

ده دبالامرغاب د لارې موترچلونکو او مسافرو څخه هیله وکړه چه ولایت ته په ورتګ په مستند ډول شکایت ورسره شریک کړی.

+ لیکل شوی په  سه شنبه پانزدهم مرداد ۱۳۹۲ساعت 10:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |